د لاس رسي وړ اتصالات

درې ملیونه افغانان د مخدره موادو په کار و بار کې ښکیل دي


افغانستان د نړۍ د مخدره توکو تر ټولو ستر تولیدونکی دی
افغانستان د نړۍ د مخدره توکو تر ټولو ستر تولیدونکی دی

د کورنیو چارو وزارت وايي، د سږني لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې د نشه يي توکو د قاچاقبرو د کشف او ضبط په برخه کې پاتې راغلي او ندي توانېدلي چې په دې موده کې د پام وړ لاسته راوړنې ولري.

د کورنیو چارو وزارت له مخدره موادو سره د مبارزې مرستیال باز محمد احمدي په کابل کې خبریالانو ته وویل پدې موده کې د قاچاقبرو د نېولو او کشف کې د پولیسو د پاتې راتللو عمده لامل په ټاکنو کې د پولیسو ښکېلتیا وه.

هغه وویل ددې کال په لومړیو شپږو میاشتو کې پولیسو د قاچاقبرو په وړاندې دوولس سوه عملیات کړي، چې یوولس سوه قاچاقبر یې نېولي دي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال باز محمد احمدي وویل د نوي حکومت له پیل په تېرو درېو میاشتو کې یې لاسته راوړنې د پام وې، او پدې درېیو میاشتو کې یې اته سوه عملیات ترسره کړي، چې نهه سوه قاچاقبر یې نیولي دي.

ښاغلي احمدي خبریالانو ته وویل په افغانستان کې درې ملیونه داسې کسان دي، چې یو ډول نه په یو ډول د مخدره موادو په قاچاق او کاروبار کې ښکېل دي.

نوموړی وايي، د ملي یووالي حکومت دې د کورنیو چارو وزارت له مخدره موادو سره د مبارزې پولیس تقویه کړي، ترڅو د نړیوالو ځواکونو تشه ډکه شي، هغه وویل د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته د مخدره موادو سره په مبارزه کې یې ظرفیتونه کم شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، د سږ لمریز کال لپاره لس لوی قاچاقبر په پلان کې لري، چې وې نیسي او له دغو قاچاقبرو یوازې شپږ یې تراوسه نېولي دي.

ښاغلي احمدي وویل ‪"‬شپږ بهرني قاچاقبر مو هم نیولي دي، درې پکې د پاکستان وو، نور د ایران، ترکیې او ایتالیا تبعه وو.‪"‬

له مخدره موادو سره د مبارزې عدليي او قضائي مرکز بیا وايي، چې د ۱۳۹۳ لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې دوی ته ۴۱۰ قضيي سپارل شوي، چې ۴۲۲ مظنون لري.

له مخدره موادو سره د مبارزې عدليي او قضائي مرکز رئيس یار محمد حسین خېل رسنیو ته وویل له تېر کال دغه مرکز ته ۱۱۲ قضيي پاتې وې، چې سږ کال یې تر دې دمه د ۴۷۱ قضیو په تړاوو پرېکړې کړي دي.

سږ کال د افغانستان لپاره د مخدره موادو په مبارزه کې تر ټولو ناوړه کال وو، پدې کال کې د کوکنارو لوړ کر وو، کښت یې هم تر پخوا لوړ شوی، او دا دی په همدې کال کې د قاچاقبرو په وړاندې پولیس په لومړیو شپږو میاشتو کې هم لاسته راوړنې نه لرلې

XS
SM
MD
LG