متحده ایالات د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له غړو هېوادونو غواړي چې د سوریې د پاتې کیمیاوي وسلو د قیمتي ویجاړتیا لګښت برابر کړي. دا غوښتنه داسې مهال شوې چې په ملګرو ملتونو کې د متحدو ایالتونو مرستیالې استازې ټمي بروس له نړیوالو پلټونکو سره د دمشق د نوي حکومت د بې ساري همکارۍ ستاینه وکړه.
د سې شنبې په ورځ (د مارچ ۱۰ مه )د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په میاشتنۍ غونډه کې، چې د سوریې د کیمیاوي وسلو د موضوع په اړه جوړه شوې وه، بروس د سوریې او د کیمیاوي وسلو د مخنیوي سازمان (OPCW) ترمنځ د روانې همکارۍ هرکلی وکړ. هغې وویل دواړه لوري د امنیت شورا د ۲۱۱۸ پرېکړه لیک د پلي کېدو په برخه کې «رښتینی پرمختګ» کوي.
دا پرېکړه لیک چې په ۲۰۱۳ کال کې تصویب شوی، له سوریې غواړي چې خپل ټول کیمیاوي وسلې اعلان او تایید کړي او د (OPCW) د کیمیاوي وسلو د مخنيوي سازمان تر څار لاندې یې له منځه یوسي.
میرمن بروس د (OPCW ) د کیمیاوي وسلو د مخنیوي سازمان پنځم راپور ته چې د جنورۍ په میاشت کې خپور شوی هم اشاره وکړه. دا لومړی ځل و چې دغه راپور د سوریې د حکومت له بشپړې همکارۍ سره او اړوندو سیمو ته د لاسرسي په درلودلو سره چمتو شوی و. په راپور کې ویل شوي چې د بشارالاسد د پخواني رژیم هوايي ځواک په ۲۰۱۶ کال کې د کفر زیتا په سیمه کې د کلورین برید مسوول و، چې لږ تر لږه ۳۵ کسان یې ټپیان کړي وو.
بروس وویل: «دا یو مهم پړاو دی.» هغې زیاته کړه چې امریکا هیله لري دا موندنې به مرسته وکړي چې بالاخره هغه کسان حساب ورکړي چې د سوریې د ملکي خلکو پر ضد یې کیمیاوي وسلې کارولې دي.
هغې وویل چې امریکا د سوریې او شپږو نورو هېوادونو سره یو ځای د سوريي په مشرۍ «د ویجاړولو پلان جوړونکي ډلې » کې کار کوي. د هغې په وینا دا کار هم بیړنی دی او هم ډېر لګښت غواړي. بروس د (OPCW) د کیمیاوي وسلو د منع سازمان د عمومي رئیس هغه غوښتنه هم تکرار کړه چې د سوریې د ماموریت لپاره د سازمان غړي هیوادونه به داوطلبانه مالي او تخنیکي مرستې وکړي.
بروس د ملګرو ملتونو د بندیزونو د کمېټې هغه وروستۍ پرېکړه هم وستایله چې د هیئت تحریر الشام نوم یې د ترهګرو له لېست څخه لېرې کړ. هیئت تحریر الشام هغه سوریایۍ اسلامي یاغي ډله ده چې مشر یې احمد الشرع د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر په بریدونو کې د سوریې د مخکني ولسمشر بشارالاسد حکومت نسکور کړ. الشرع اوس د سوریې د انتقالي حکومت ولسمشر دی. بروس وویل دا پرېکړه به غړو هېوادونو ته اجازه ورکړي چې دمشق ته د کیمیاوي وسلو د مخنیوي په برخه کې مرسته وکړي.
په همدې غونډه کې د ملګرو ملتونو د بې وسلې کولو یو لوړپوړي چارواکي خبرداری ورکړ چې ښايي تر ۱۰۰ ډېر داسې ځایونه لا هم موجود وي چې اعلان شوي نه دي او د پخواني رژیم د کیمیاوي وسلو له پروګرام سره تړاو لري.
په ۲۰۱۷ کال کې وروسته له هغه چې د اسد رژیم په ملکي خلکو کیمیاوي وسلې وکارولې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سوریې پر ضد د پوځي بریدونو امر وکړ. دا بریدونه په ۲۰۱۸ کال کې یو ځل بیا د فرانسې او بریتانیا په ملتیا وشول. ټرمپ هغه مهال وویل: «زموږ د دې اقدام هدف دا دی چې په قوي توګه د کیمیاوي وسلو د تولید، خپرېدو او کارولو مخنیوی وشي.»
فورم \ دبحث خونه