د امریکا د متحدو ایالتونو د کورني امنیت وزیرې کرستي نوم د مارچ په درېیمه نېټه، د امریکا د کانګرس د قضایه کمېټې په استعماعیه غوڼده کې برخه واخیسته او د هغوي پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.
دا غونډه د کورني امنیت وزارت پر فعالیتونو د څار په موخه جوړه شوې وه، خو د بحث مهمه برخه امریکا ته د انتقال شویو افغانانو د اسنادو او امنیتي ارزونې موضوع وه.
د کمېټې مشر سناتور چک ګرسلي له کرستي نوم څخه وپوښتل چې هغه افغانان چې په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه امریکا ته انتقال شول، تر راتګ وروسته څنګه ارزول شوي او ایا امنیتي څېړنې یې بشپړې شوې وې او که نه.
په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته، زرګونه افغانان د ځانګړو پروګرامونو له لارې امریکا ته ولېږدول شول.
له دې جملې څخه یو مهم پروګرام (ملګرو ته ښه راغلاست) نومېدو چې د هغو افغانانو د مېشتېدو لپاره پیل شوی و چې له امریکایي ځواکونو او ادارو سره یې همکاري کړې وه یا له ګواښ سره مخ وو.
میرمن نوم په خپلو څرګندونو کې وویل چې اوسنی حکومت پخوانۍ ارزول شوې دوسیې بیا ګوري. د هغې په وینا، هره قضیه جلا جلا ارزول کېږي، هویتونه بیا تاییدېږي او د استخباراتي معلوماتو له ډیټابېسونو سره پرتله کېږي، څو ډاډ ترلاسه شي چې هر څه موثق دي او هیڅ ډول خلا موجوده نده.
هغې ټینګار وکړ:“هیڅ داسې څوک چې د امریکا خلکو ته ګواښ وي، باید بې له څارنې پاتې نه شي.”
نوم زیاته کړه چې دا بهیر په ډله ییزه بڼه نه، بلکې په انفرادي ډول تر سره کیږي، څو هم ملي امنیت خوندي شي او هم عدالت رعایت شي، په ځانګړي ډول د هغو افغانانو لپاره چې له امریکا سره یې همکاري کړې یا له ځورونې تښتېدلي دي.
د یادونې وړ ده چې د مارچ په لومړۍ نېټه نوم د کورني امنیت د وزارت د جوړېدو ۲۳مه کلیزه هم ونمانځله. دغه وزارت د سپتمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته جوړ شو او له هغه راهیسې د امریکا د متحدو ایالتونو د ملي امنیت اصلي مسوولیت پر غاړه لري.
هغې د غونډې په پیل کي د خپلو لاسته راوړنو یادونه وکړه او ویې ویل چی د هغې د کار په موده کې تر اوسه له امریکا څخه درې میلیونه ناقانونه کډوال ایستل شوي، چې له ډلې یې شاوخوا ۲.۲ میلیونه په خپله خوښه وتلي دي.
نوم دا هم وویل چې په تېرو لسو میاشتو کې یو کډوال هم په غیرقانوني توګه امریکا ته نه دی داخل شوی.
د افغانانو د بیا ارزونې بهیر لا هم دوام لري، او د امریکا حکومت وایي چې هدف یې د امنیتي سیستم پیاوړتیا او د عامه باور ټینګښت دی.
فورم \ دبحث خونه