د لاس رسي وړ اتصالات

د میمنې معلولینو د باسکتبال ملي اتلولي وګټله


معلولینو ترمنځ د باسکتبال سیالیو یوه څنډه
معلولینو ترمنځ د باسکتبال سیالیو یوه څنډه

په کابل کې د معلولینو ترمنځ د باسکتبال سیالیو اتلولۍ چې له تیرو څلورو ورځو راهیسې د شپږو ولایتونو ترمنځ پیل شوې وې د میمنې لوبډلې په اتلولۍ سره نن پای ته ورسیدې.

په پای لوبه کې د میمنې لوبډلې وکولای شول چې د کابل پیاوړې لوبډلې ته ۳۴ د ۳۳ امتیازونو پروړاندې ماتې ورکړي او د اتلولۍ کپ خپل کړي.

د معلولینو د لوبو تنظیمونکي کبیر خوشبین امریکا غږ ته وویل چې دوی دغه سیالۍ د کابل ، ننګرهار ، بلخ ، فاریاب ، هرات او کندهار لوبډلو ترمنځ ترسره کړې چې په پایله کې پنځلس غوره لوبغاړي د معلولینو د باسکتبال ملي لوبډلې ته وټاکل شول.

د خوشبین په وینا په پام کې ده چې لوبغاړي په اساسي توګه خپلو تمرینونو ته دوام ورکړي ترڅو وکولای شي په ۲۰۱۵ میلادي کال کې بهرنیو سیالیو ته هم چمتو اوسي.

خوشبین وايي"که چیرې امکانات و لرو په ۲۰۱۵ کال کې هغه سفرونه چې په مخ کې لرو د المپیک ،‌ بدني‌ روزنې او د سوداګرو په همکارۍ به پکې ګډون وکړو".

د پارالمپیک فدراسیون وايي چې دغه سیالۍ په افغانستان کې د سره صلیب د کمیټې په همکارۍ ترسره شوې چې د لوبو ځای او ورزشي وسایل د هغوی لخوا په واک کې ورکړل شوي وو.

د کندهار د لوبډلې لوبغاړي حمیدالله امریکا غږ ته وویل که څه هم دوی زیات کوښښ کوي چې په ملي سیالیو کې برخه واخلي خو لکه څنګه چې لازمه ده دوی ته پاملرنه نه کیږي.

دی وايي‌ چې باید چارواکي‌ ورته په جدي توګه پام وکړي او ورزشي زمینې ورته برابرې کړي ترڅو وکولای شي په دغه برخه کې پرمختګ وکړي.

حیدالله وايي "موږ غواړو چې د کندهار له ټیم څخه هم لوبغاړي ملي تیم ته وټاکل شي‌ او په بین المللي لوبو کې ولوبیږي که چیرې افغانستان هم په بهرنیو سیالیو کې ګډون وکړي موږ ډیر خوشحالیږو".

د افغانستان د پارالمپیک فدراسیون وايي چې اوس مهال په ګڼو ولایتونو کې نږدې ۷۰۰ لوبغاړي د ویلچر پر سره د باسکتبال لوبه کوي او تمه ده چې ددغو لوبو لړۍ نورو ولایتون ته هم وغځوي.

د نجونو فوټبال
د افغانستان د نجونو د فوټبال ملي لوبډله د سویلي آسیا هیوادونو ترمنځ په سیالیو کې د ګډون په هدف نن پاکستان ته ولاړه.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې ټاکل شوې چې د افغانستان د نجونو د فوټبال لوبډله د سویلي آسیا هیوادونو ترمنځ په سیالیو کې چې د نومبر په ۱۱ نیټه په هغه هیواد کې پیلیږي له خپلو نورو سیالانو سره لوبې ترسره کړي.

افغان لوبډله به په ب ګروپ کې خپلې لوبې ترسره کړي ، دا دریم ځل دی چې د نجونو د فوټبال ملي لوبډله په دغه راز سیالیو کې ګډون کوي.

د فوتبال فدراسیون وايي چې دا ځل له ملي لوبډلې سره یو شمیر افغان لوبغاړې چې اوس مهال په بهر کې ژوند کوي ، هم یو ځای شوي دي او تمه ده چې ښې لوبې ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG