د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ نړیوال جام کې والټ ډیزني د لیدونکو نوی ریکارډ ټینګ کړ


د اسټرالیا او هند تر منځ پایلوبه چې اسټرالیا وګټله، د ۲۰۲۳ کال د کرکټ د نړیوال جام د لیدونکو یو نوی ریکارډ یې ټینګ کړی دی.
د اسټرالیا او هند تر منځ پایلوبه چې اسټرالیا وګټله، د ۲۰۲۳ کال د کرکټ د نړیوال جام د لیدونکو یو نوی ریکارډ یې ټینګ کړی دی.

والټ ډیزني د پنجشنبې په ورځ نومبر ۲۳ (لیندۍ دوهمه) وویل چې په هند کې د نارینو د کرکټ د ۵۰ اوریزه نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې د دغه شرکت ټلویزیوني چینلونو او د ډیجیټل شبکو د لیدونکو نوی ریکارډ ټینګ کړی دی.

د والټ ډیزني ټلویزیوني شبکې، چې د نړۍ د ټلویزیوني خپرونو یو له مخکښو شرکتونو څخه دی، د کرکټ نړیوال جام په ۴۸ ورځنیو سیالیو کې ۵۱۸ میلیونه لیدونکي درلودل.

دغه شرکت همدارنګه ویلی، چې د تیرې یکشنبې په ورځ د اسټرالیا او هند ترمنځ د ۲۰۲۳م کال د کرکټ نړیوال جام پایلوبې پرمهال یې د ژوندي خپرونو اپلکیشن نږدې ۵۹ میلیونه لیدونکي درلودل.

د ډیزني شرکت د لیدونکي احصايه پداسې حال وړاندې کیږي چې دغه شرکت د خپل سیال شرکت (جیو سینما نشراتي شرکت) سره په کلکه په سیالۍ کې ښکیل دی. د جیو سینما څښتن، هندي شتمن مکیش امباني دی.

امباني په وروستیو میاشتو کې په جیو سینما کې د اعلاناتو لوی کمپاین پیل کړی او ویلي یې دي، چې د لوبو او سیالیو د لیدلو غوره لاره په ټلویزیونو کې نه، بلکې په ګرځنده موبایل ټیلیفونونو کې ده.

د نوموړي له دې وینا سره سره،‌ والټ ډیزني د پنجشنبې په ورځ وویل چې نږدې ۳۰۰ میلیونه خلکو یوازې په ټلویزیون کې د کرکټ نړیوال جام پای لوبه لیدلې دي.

د ډیزني سټار د وروزشي خپرونو مسؤل سنجوګ ګپتا وویل: "دا ورزشي سیالۍ په هند کې د ټلویزیون په تاریخ کې تر ټولو بیساری او د لیدونکو یو نوی ریکارډ یې ټینګ کړی دی."

د کرکټ نړیوال جام په بهیر کې، ډیزني والټ په هند کې د ځیرک ټیلیفونونو کاروونکو ته د پایلوبۍ لیدل وړیا کړل. دغه اقدام د دې شرکت د ستراتیژۍ یوه برخه وه چې د اعلاناتو له لارې ډیره ګټه ترلاسه کړي.

همداراز د جیو سینما هم د ځیرک ټیلیفونونو کاروونکو ته په ژوندی بڼه د کرکټ نړیوال جام د پایلوبې بهیر وړیا خپرول.

هند د کرکټ د نړیوال جام سیالیو د ۱۳مې پړاو کوربه و. هندي لوبډلې په پرلپسې بریاوو سره د دغه جام وروستي پړاو ته لاره وموندله، خو په پای لوبه کې د اسټرالیا لوبډلې ماتې ورکړه.

ډیزني د کرکټ له نړیوالې شورا سره په هند کې د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۷ کلونو ترمنځ د کرکټ سیالیو د ټلویزیوني او ډیجیټل خپرونو لپاره د درې میلیارد ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG