د لاس رسي وړ اتصالات

مورګن: د افغانستان ښو لوبو په نړیوال جام باندې دوامداره اغیز پرېښی 


مورګن د انګلنډ د کرکټ لوبډلې پخوانی کپتان دی.
مورګن د انګلنډ د کرکټ لوبډلې پخوانی کپتان دی.

د کرکټ د نړیوال جام د لوبو مبصر او د انګلنډ پخوانی کپتان این مورګن وايي سره له دې چې افغانستان د نړیوال جام نیمه پایلوبو ته لاره ونشوه کړاې، خو په دغه جام کې یې لوبې د پام وړ وې.

مورګن وایي چې په نړیوال جام کې د افغانستان څلور بریاوې په رښتیا هم د ستایلو دي. افغانستان په نړیوال جام کې نهه لوبې وکړې او د نړۍ اتلو لوبډلو انګلنډ، پاکستان او سري لانکا ته یې ماتې ورکړې. هالنډ یې هم مات کړ.

این مورګن وايي چې د افغانستان ښو لوبو په نړیوال جام باندې خپل دوامداره اغیز پرېښوده.

د کرکټ د نړیوالې شورا د اعلامیې په اساس، مورګن ویلي دي سره له دې چې افغان لوبغاړي راشد خان، نوین الحق، محمد نبي او مجیب الرحمن مشهورې څېرې دي خو اصلي خبره د عظمت عمرزي رادبره کېدل وو چې څه باندې ۳۰۰ منډې یې وکړې.

عظمت عمرزی د افغانستان د کرکټ داسې لوبغاړی دی چې هم توپ اچوونه کولای شي او هم توپ وهنه.

تر دې مخکې چې به افغانستان له کومې قوي لوبدلې څخه لوبه وګټله، دغه بري ته به یې د (upset) اصطلاح کارول کېده. په کرکت کې دا اصطلاح معمولآ هغو کمزورو لوبډلو ته کارول کېږي، چې له قوي لوبډلو څخه د لوبو ګټلو توقع ترې نه کېږي.

خو مورګن وايي چې افغانستان په دغه نړیوال جام کې وښوده چې د قوي لوبډلو په وړاندې د (upset) له مرحلې څخه یې د یو ثابت سیال مرحلې ته د داخلېدو بهیر ادامه لري.

د کرکټ د ۲۰۲۳ د نړیوال جام په سیالیو کې لسو لوبډلو برخه لرله او یوازې هند، استرالیا، جنوبي افریقا او نیوزلنډ نیمه پایلوبو ته ووتل. افغانستان د خپل کرکټ په تاریخ کې په لومړي ځل په نړیوال جام کې قوي لوبډلې ماتې کړې او څلور لوبې یې وګټلې.

دا نړیوال جام د افغانستان لپاره یو تاریخي جام بلل کېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG