د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا وایي چې په ننګرهار او کونړ ولایت کې د تیرو زلزلو له کبله زیانمن شوي خلک لاهم بشري مرستو ته اړتیا لري.
د اوچا د راپور له مخې، د روان کال د فبرورۍ په میاشت کې ، د زلزلې څخه شاوخوا شپږ میاشتې وروسته، له ۲۱۰۰۰ څخه ډیرو خلکو بیړنۍ بشري مرستو ته اړتیا لرله.
راپور وايي چې د زلزلې ځپل شویو ته د بیړنۍ مرستې چمتو کولو پر ځاې پر بیارغونې تمرکز شوی و.
په راپور کې ویل شوي چې په کونړ کې د زلزلې له کبله ځپل شویو خلکو ته یې دوه جوړ شوي کمپونه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د جګړو د زیاتوالي له امله د مارچ په میاشت کې وتړل شول، او بې ځایه شوې کورنۍ خپلو اصلي سیمو ته لیږدول شوي.
د افغانستان د کونړ او ننګرهار په ولایتونو کې تېرکال د سپتمبر په میاشت کې شدیده زلزله وشوه چې له کبله یې ۲۲۰۰ کسان مړه شول او او ۳۶۰۰ نور ټپیان شول. ملګري ملتونه لسګونه زره خلک بې کوره او بې سرپناه شوي دي.
د تلفاتو سربېره، زلزلې پراخه ویجاړي رامنځته کړې چې د ۳ میلیونو خلکو ژوند یې اغېزمن کړې.
زرګونه کسان وروسته له دې چې کورونه يې د کنر او ننګرهار کې ونړېدل، د ۳۰۰۰ څخه زیاتې کورنۍ د زلزلې له امله بې ځایه شول او لږ تر لږه په پنځو بې ځایه شویو کمپونو کې بیا مېشت شوو.
زلزله په داسې وخت کې وشوه چې افغانستان لا د مخه د اوږدې مودې اقتصادی رکود، نړیوالو مرستو کمښت او د ګاونډیو هیوادونو څخه د کډوالو د جبري راستنېدو له امله له سخت بشری بحران سره مخ و.
زیان منونکی ډلې، په ځانګړی ډول ښځې او ماشومان، په بې ساري توگه د ستونزو بار وړي او اساسی روغتیايي خدماتو ته محدود لاسرسې لري. که څه هم په ننګرهار او کونړ کې د ژوند ژغورنې عاجلې اړتیاوې د اضطراری حالت په پرتله کمې شوې دي، خو په ټولیزه توگه بشری وضعیت لا هم جدي دی او د بیا رغونې لپاره اړتیاوې لا هم پر ځاې دي.
فورم \ دبحث خونه