د لاس رسي وړ اتصالات

ډيوه صمد: عمر مې معينيت ته برابر دی


ډیوه صمد تازه د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مرستیاله ټاکل شوې ده
ډیوه صمد تازه د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مرستیاله ټاکل شوې ده

له څو ورځو راهيسې په ټولنيزو رسنيو کې دعامې روغتيا وزارت د مرستيالې په توگه د ډيوې صمد په گمارنې د نوموړې په "عمر ،ز ده کړو او په واسطه د تقرر"تبصرې کيږي.

ډيوې صمد لږ مخکې امريکا غږ اشنا سره په خبرو کې ووویل چې په ٢٠١٥ کې د ماليزيا له یو معتبر پوهنتون نه فارغه شوې ،د اقتصاد په برخه کې د ماسترۍ تر کچې زده کړې کړي، په هماغه پوهنتون کې يې استادې او د څيړنې په برخه کې کار کړې، د همدې هيواد(مالیزيا) د بهرنیو چارو وزرت لخوا ورته د ښې او لايقې محصلې ايوارډ هم ورکړل شوې او ترڅنگ يې ورته د رسمي دندې وړاندیز هم شوې و.

هغې وویل "هيوادنۍ مينې او د یوې نړيوالې سروې په اساس د افغان مېندو او ماشومانو د مړينې د لوړې کچې راپور لوستلو دی ته وهڅوله چې افغانستان ته راشي او په دی برخه کې له څيړنو وروسته داسې سیستم جوړ او کار پرې وکړي چې د ټولو وگړو په ځانگړې توگه د مېندو لاسرسې روغتيايی خدماتو ته ډيرشي."

همدا و چې د تشويق د پروگرام له لارې چې یو آزاد رقابتي سیستم دی ، د چارو رياست د معينيت په هغه څانگه کې پر دندې وگمارل شوه چې هدف يې په ادارو کې د نويو سیستمونو ایجادول وو.

هغه وايي عمر يې د قانون له مخې کار لپاره برابر دی، د چا په سپارښتنه نه بلکه په آزاد رقابت کې يي برې او وروسته په کارونو کې يې لاسته راوړنې ددې سبب شوې چې د مرستيالۍ دنده وروسپارل شي.

ډيوې صمد په افغانستان کې د موراو ماشوم د مړينې کچې ته په اشارې زیاته کړه "د مړينې کچه بايد راټيټه شي،ارقام باید په معلوماتو بدل او خلکو ته ورسول شي."

هغه وايي اوس يې د کار لمړې هدف د عامه مشارکت له لارې د روغتیا په برخه کې د پیاوړي سیستم د ایجادولو له طريقه عامه خدماتو عرضه او د نظارتي برخې قوي کول دي.

ډيوې صمد نږدې دوه کاله د چارو په اداره کې کار کړې.

په وروستيو کې يې په واشنگټن کې د نړيوال بانک او د امريکا د هارورد پوهنتون په بلنې يو څيړنيز اقتصادي سیمينار هم په بريالیتوب پاې ته رسولې.

XS
SM
MD
LG