د لاس رسي وړ اتصالات

بنګله دېش کې جراحان دوې نښلېدلې خویندې جلا کوي 


دا دوې خویندې لبیبه او لمسیه نومیږي
دا دوې خویندې لبیبه او لمسیه نومیږي

ټاکل شوې چې په بنګله دېش کې جراحان د دوشنبې په ورځ ډسمبر ۱۲ (لیندۍ۲۱) یو لوی او پیچلي‌ عملیات وکړي.

په دغو عملیاتو کې چې ښايي لس ساعته به روان وي، دوې غبرګونې او له یو بل سره نښلېدلې خویندې له یو بل څخه جلا کیږي. ۳۵ ډاکټران،‌ نرسان او نور طبي‌ کارکوونکي به په دغو عملیاتو کې برخه اخلي.

دا دوې خویندې لبیبه او لمسیه نومیږي او دوه نیم کلنې دي. دوې له ملا لاندې له یو بل سره نښلېدلي او د ملا د تېر، ګولمو او تناسلي‌ جهاز ځینې برخې یې له یو بل سره نښتي ‌دي.

د دغو نجونو مور منیفه بیګم وویل: «زما اولادونه په اسانه کېناستلې او خوب نشي کولای. د هغوی ارام ساتل سخت کار دی. د هغوی له پیدا کېدو وروسته زه او مېړه مې ډېر بې خوبه شوي‌ یو.»

د دوی له زېږون وروسته ډاکټرانو په لومړي جراحي عملیاتو کې د هغوی «مقعدونه» له یو بل څخه جلا کړل خو د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته د هغوی بل تعقیبي عملیات وځنډېده.

د دغو ماشومانو پلار لعل میا چې ۲۲ کلن دی د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې د دغو ماشومانو ساتل لوی مالي او عاطفي زور غواړي.

هغه وویل: «زه به ډېر خوښ شم چې ووینم لورګانې مې له یو بل څخه جلا ژوند کوي او وګرځي را وګرځي. خو د مور او پلار لپاره دا ډېره سخته ده چې خپل د زړه ټوټې د عملیاتو په تخت باندې وویني.»

په ډاکه کې د کدري روغتون د دغو عملیاتو لګښت په غاړه اخیستی او ډاکټران خوشبین دي‌ چې عملیات به بریالي ‌وي.

غبرګوني د ژوند په لومړیو شېبو کې هغه مهال له یو بل سره ونښلي چې جنین یې په پوره ډول له یو بل څخه جلا شوي نه وي‌ او ځینې برخې یې نښتې وي.

XS
SM
MD
LG