د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې په یوې ترافیکي پېښې کې ۲۵ تنه مړه شول


تېره اونۍ په هرات کې په یوې ترافیکې پېښې کې ۷۹ تنه مړه شوي وو
تېره اونۍ په هرات کې په یوې ترافیکې پېښې کې ۷۹ تنه مړه شوي وو

د افغانستان د کابل د پغمان په ولسوالۍ کې د یو مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو له کبله ۲۵ تنه مړه شوي او لسګونه نور ژوبل شوي دي.

دا پېښه د سه شنبې په شپه د پغمان ولسوالۍ د ارغندۍ په سیمه کې شوې ده. ځایي مقاماتو د افغانستان رسنیو ته ویلي دي چې په پېښې کې ۲۷ تنه نور ژوبل شوي هم دي.

د دغه ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو علت د موټروان بې احتیاطي ښودل شوې ده.

راپورونه وايي چې زخمیان د کابل او میدان وردګو روغتونونو ته انتقال شوي دي.

دا پېښه داسې مهال کېږي چې تېره اونۍ په هرات کې د مسافر وړونکي موټر د ټکر له کبله ۷۹ تنه مړه شول، چې ۱۹ یې ماشومان وو.

په پېښې کې دوه تنه نور ژوبل شوي وو. قربانیان له ایران څخه راستانه شوي افغانان وو.

د سپرلو دغه موټر له یو بل موټر او موټر سایکل سره جنګېدلی او بیا یې اور اخیستی و.

په افغانستان کې ترافیکي پېښې معمول ګڼل کېږي، چې علتونه یې خراب سړکونه او د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د ترافیکي اصولو نه مراعت کول بلل کېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG