د لاس رسي وړ اتصالات

بلخ کې یوې ښځې ځان او ماشومان له پنځم منزل نه لاندې ګوزار کړي


ډاکټران وايي اوس دغه کورنۍ تر درملنې لاندې ده
ډاکټران وايي اوس دغه کورنۍ تر درملنې لاندې ده

بلخ کې يوې ښځې له خپلو دوه ماشومانو سره ځان د یوې ودانۍ له پنځم پوړ ښکته ګوزارلی دی، مور او اولادونه درې واړه په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د سیمې اوسیدونکي وايي چې دغې میرمن لومړی خپل دوه اولادونه له پنځم پوړ ښکته ګوزار کړل او ورپسې یې خپله ځان لاندې ګوزار کړ.

د بلخ د حوزوي روغتون امر ډاکتر شفیق وايي چې اوس دغه ښځه او دواړه ماشومان یې تر درملنې لاندې دي.

هغه زیاتوي چې دوي د مریضانو د صحي حالت په اړه ډاډ نه شي ورکولای خو تر درملنې لاندې دي. هغه وویل "مریضان له پنځم منزل څخه راغورځیدلي دي، له خولې څخه د ځګ راوتلو په تکلیف اخته شوي دي، د صحي حالت په اړه له مخکې څه نه شو ویلای خو تر درملنې لاندې دي".

دغه میرمن چې ځان او دوه اولادونه یې له پنځم پوړ ښکته ګوزارلي دي اوه کاله مخکې یې واده کړی.

عیني شاهدان او د ښځو چارو ریسه شهلا حدید وايي چې ددغې میرمن میړه په امریکا کې ژوند کوي میړه یې بل واده کړی چې له امله یې لومړۍ میرمن لومړی خپل دوه اولادونه چې عمرونه یې درې او پنځه کاله دي له پوړ ښکته ګوزارلي او ورپسې یې خپله ځان ګوزارلی دی.

ښځه وايي مېړه په بهر کې بل واده کړی او دې هم نور ژوند نه غوښته
ښځه وايي مېړه په بهر کې بل واده کړی او دې هم نور ژوند نه غوښته

ميرمن حدید وویل "ددغې میرمن میړه په یو خارجي هیواد کې مهاجر دی، کله چې دغه ښځه خبریږي چې میړه یې په خارج کې بل واده کړې او له دې سره یې ټلیفوني اړیکې هم قطع شوې وې نو خپل دوه اولادونه یې له پنځم منزل څخه ښکته ګوزارلي او ورپسې یې ځان خطا کړی دی".

دغې میرمن چې ځان یې له پنځم پوړ راغورځولی ورور یې عبدالجلیل وايي چې د خور ژوند یې په کورنۍ کې ښه دی خو هغه عصبي تکلیف لري او یو ځل وړاندې یې هم ځان په کابل کې له یو لوړ ځای ګوزارلې و " عصبي تکلیف لري یو ځل مخکې یې هم ځان له یو لوړ ځای څخه غورځولی و هغه وخت دوي په کابل کې اوسیده".

په سیمه کې د همدغه اپارتمان ساتونکی چې د پیښې عیني شاهد دی وايي چې ده ورته له ښکته ډیر وویل چې باید ځان راګوزار نه کړي خو هغې د تعمیر له سره ځان راخطا کړ.

هغه وايي " زه دلته ولاړ وم دغه میرمن د تعمیر بام ته وختله، له پاسه یې اول یو ماشوم راګوزار کړ، زه په منډه ورغلم چې دغه ماشوم را اوچت کړم، بل یې را خطا کړ، ما چې پرې غږ کاوه دې خپله هم ځان را ګوزار کړ".

دغه عیني شاهد وايي چې نور له کیسې نه دي خبر خو دغه پیښه یې په خپلو سترګو لیدلی ده.

په تیره یوه اونۍ کې په شمالي او شمال ختیځو ولایتونو کې د ښځو د قتل د غوږونو پرې کولو او جنسي تیریو څو پیښې شوي دي.

تیره اونۍ د بلخ ولایت د کشیندې په ولسوالۍ کې یو میړه له خپلې ښځې هغه وخت غوږونه پرې کړي وو چې تر منځ یې لفظي شخړه رامنځ ته شوې وه.

په تخار کې هم یو میړه ښځه وژلې وه او په کندوز کې یوې جینۍ پر ځینو کسانو د اختطاف او جنسي تیریو ادعا کړې ده.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG