د لاس رسي وړ اتصالات

د بهرنیو عسکرو له وتلو سره پاکستان کې طالبانو ته د پېسو ټولول زیات شوي


په قطر کې طالب استازي
په قطر کې طالب استازي

په پاکستان کې ځينو عیني شاهدانو او چارواکو امریکا غږ ته ویلي دي‌ چې په دې وروستیو کې له افغانستان سره نژدې د پاکستان په سرحدي سیمو کې د طالب وسله والو لپاره د مالي مرستو او چندو ټولول زیات شوي ‌دي.

دغو سرچینو تائید کړې ده چې د پاکستان په یو شمېر سیمو کې د وسله والو طالبانو لپاره پېسې ټولیږي.

د بلوچستان ایالت د «دوکي» د سیمې یو اوسېدونکي امریکا غږ ته وویل چې طالبان په غرونو کې د کان کېندونکو سره اوسیږي‌ او هره جمعه بازار ته راځي‌ او له هټیوالو څخه د ۵۰۰۰ او ۱۰۰۰۰ ترمنځ (۵۰-۱۰۰ ډالره) روپۍ اخلي.

دغه کس چې نه غواړي‌ نوم یې خپور شي‌ امریکا غږ ته وویل: «دوی (طالبان) په موټر سایکلونو باندې راځي‌او له هټیو څخه پېسې غواړي. دوی وايي چې د طالبانو د غورځنګ غړي‌ دي او د الله په لاره کې جنګیږي. پخوا به دوی د پېسو ټولولو لپاره ځینو جوماتونو ته تلل،‌ خو اوس له دوکانونو څخه هم پېسې ټولوي.»

د بلوچستان د اسمبلۍ یو غړي،‌ چې نغواړي نوم یې خپور شي، امریکا غږ ته وویل چې طالبان د دغه ایالت په ځینو ولسوالیو کې په ښکاره چندې ټولوي.

هغه وویل: «دا کومه پټه خبره نه ده. دا کار په کویټه، کچلاغ، پشتون اباد،‌ اسحاق اباد او په فاروقیه ټاون کې کیږي.»

د اسمبلۍ دغه غړی شک لري چې طالبان په افغانستان کې د خپلې جګړې لپاره دا پېسې ټولوي.

د کوټې په ښار کې، چې ویل کیږي د طالبانو د کوټې شورا هم په کې ده، یو بل عیني شاهد وویل چې طالبان هر وخت په جوماتونو کې خبرې کوي او د جګړې لپاره خلک هڅوي.

هغه وویل: « زه د جمعې لمانځه ته تللی وم. یو څڼور طالب پنځه دقېقې خبرې وکړي. هغه وویل که څوک جهاد ته تللی نشي، هغه باید له موږ سره مالي مرسته وکړي.»

د دې تر څنګ په ټولنیزو رسنیو کې هم ځينې ویدیوګانې خپرې شوې چې په کې یو شمېر خلک ښودل کیږي د طالبانو لپاره پېسې او چنده ټولوي. د امریکا غږ دا ویدویګانې نشي تصدیق کولی.

د طالبانو مالي منابع

په پاکستان کې چندې او پېسې ټولول د وسله والو طالبانو یوه مالي سرچینه بلل کیږي.

خو یو شمېر کارپوهان په دې باور دي‌ چې وسله وال طالبان نورې مالي‌ سرچینې هم لري‌ چې په افغانستان کې پرې خپله جګړه روانه وساتي.

په پنجاب کې مېشت کارپوه او خبریال نور زمان وايي: «طالبان څو ډوله مالي‌ سرچینې لري او د افغانستان د حکومت د مالیاتو دوه برابره پېسې ټولوي چې قاچاق، د تیلو ترانسپورت، نشه يي توکي، وسلې او سیمه ایزې زراعتي ځمکې په کې شامل دي. په روژې کې د ځينو اسلامي هېوادونو څخه دوی ته د زکات پېسې هم راځي.»

ملګري ملتونه چې طالبان د نشه يي توکو د قاچاقو، د پېسو لپاره د خلکو د تښتولو، په ناقانونه توګه د طبیعي زېرمو د سپړنې او تر خپل کنترول لاندې سیمو کې له خلکو څخه د مالیې د اخیستلو له لارې په افغانستان کې خپله جګړه تمویلوي.

ملګرو ملتونو په خپل یو راپور کې د بېلا بېلو منابعو په اساس ویلي دي چې د طالبانو کلني عواید د ۳۰۰ میلیون ډالرو څخه نیولې تر ۱.۶ میلیارد ډالرو پورې دي.

د پاکستان حکومت ټېنګار کوي چې د اورپکو ډلو او افرادو د مالي سرچینو د بندولو لپاره یې قوانین سخت کړي‌ دي.

د اسلام اباد حکومت وايي‌ چې دوی په دغه لړ کې د جماعت الدعوه او لشکر طیبه مشران هم نیولي او بندي کړي دي چې د اورپکو لپاره یې پېسې او چندې ټولولې.

خو ځینې منتقدین وايي د پاکستان دغه کار د دې لپاره کړی چې د ترهګرو د مالي سرچینو ضد ادارې (FATF) له خړ لست څخه ځان وباسي.‌ که پاکستان د ترهګرو ډلو د فعالیتونو د بندولو او مشرانو د نیولو په اړه جدي اقدامات ونکړي،‌ شاید د دغه سازمان په تور لست کې شامل شي.

ځینې نور کارپوهان په دې باور دي چې د پاکستان حکومت په ښارونو کې د اورپکو دا ډول فعالیتونه تر ډېره کنټرول کړي دي ‌خو له افغانستان سره په نژدې کلیوالو سیمو کې یې بیا دا کار ډېر نه دی کړی.

په پاکستان کې د طالب وسله والو لپاره د پېسو او چندو ټولولو راپورونه داسې مهال خپریږي چې افغانستان حکومت په وار وار د پاکستان حکومت د طالبانو په ساتلو، مالي حمایت، پاللو او افغانستان ته یې د جګړې لپاره په استولو تورن کړی دی، خو پاکستان دا تورونه نه مني.

XS
SM
MD
LG