د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: د کروناویروس سره د مبارزې لپاره مرستې بندې شوې 


په تېرو دریو میاشتو کې شاوخوا ۲۶۶ افغانان د کرونا ویروس له کبله مړه شوي
په تېرو دریو میاشتو کې شاوخوا ۲۶۶ افغانان د کرونا ویروس له کبله مړه شوي

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي چې د کروناویروس سره د مبارزې، تشخیص او درملنې په برخو کې د نړیوالو مرستې بندې شوي‌ دي.

د عامې روغتیا په وزارت کې د طالبانو د حکومت معین عبدالباري عمر خبریالانو ته وویل چې نړیوال بانک او اروپايي ټولنې ژمنه کړې وه چې د کروناویروس سره د مبارزې پروژه به تر ۲۰۲۴ کال پورې تمویلوي، خو په خبره یې له تېرو پنځو میاشتو راهېسې آن د دغې پروژې د صحې کارکوونکو معاشونه هم ورکړل شوي‌ نه دي.

ښاغلي عمر وویل: «د روان کال د نومبر په میاشت کې یې اعلان وکړ چې د کرونا ویروس د درملنې او تشخیص ټول ځانګړي شوي مرکزونه دې وتړل شي، ځکه چې دا روغتونونه نه تمویلوو. دا د نړیوال بانک اعلان و.‌ ۱۵ ورځې کېږي له دې ستونزې سره مخامخ یو او د کرونا ویروس د روغتونونو دروازې تړلې دي، خو موږ هڅه کړې چې روغتونونه خلاص وي او درمل او مواد ور ورسوو.»

دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا د وزارت د معلوماتو په اساس په تېرو دریو میاشتو کې په افغانستان کې ۳۴۶۰۰ کسان معاینه شوي چې ۴۳۶۷ تنه یې د کرونا په ویروس اخته دي.

ډاکټر عمر وویل چې په دغې مودې کې ۲۶۶ کسان د کرونا ویروس له کبله مړه شوي‌ دي‌ او څه باندې نیم میلیون کسانو د کرونا ویروس ضد واکسین کړی دی.

نوموړي خبرداری ورکړ که نړیواله ټولنه په دغه برخه کې خپلې ژمنې عملي نکړي، په خبره یې افغانستان به د کرونا ویروس له څلورمې څپې سره مخامخ شي‌ چې «بشري ناورین» به وي.

په همدې حال کې د روغتیا نړیوال سازمان وايي‌ چې په افغانستان کې زرګونه ماشومان د شرې (سرخکان) په ناروغۍ اخته دي ‌او ۸۷ ماشومان مړه شوي‌ دي.

په افغانستان کې روان وضعیت ته په کتو د روغتیا نړیوال سازمان ویلي دي چې د افغانستان صحي برخه تر نورو ډېره اسیپ پذیره ده.

XS
SM
MD
LG