په بنګله دېش کې پولیس وايي چې د دوشنبې په ورځ مۍ درېیمه (غوايي۱۳) د دوو کښتیو په ټکر کې لږ تر لږه ۲۵ تنه مړه شوي دي.
د پولیسو یو مشر میرزا حسین ویلي دي چې په دغه پېښه کې پنځه کسان ژغورل شوي دي.
پېښه د «شېبچار» ښار ته نژدې د «پدما» په سیند کې شوې ده.
یوه مسافر وړونکې کښتۍ چې ۳۰ تنه په کې سپاره وو له یوې بلې ترانسپورتي کښتۍ سره جنګېدلې ده.
د همدغې میاشتې په پيل کې هم په بنګله دېش کې د کښتیو په ټکر کې څه باندې ۳۰ تنه مړه شول. تېرکال د جولاۍ په میاشت کې په همداسې یو بلې پېښې کې هم ۳۲ تنه مړه شول.
په بنګله دېش کې د کښتیو ټکر معمول بلل کیږي او کارپوهان یې یو لوی علت د کښتیو خراب حفاظت او له حده د زیاتو کسانو ځایول ګڼي.