د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: پاکستان له ځان څخه د دفاع حق لري

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې پاکستان دا «حق لري چې د ترهګرۍ څخه ځان» وساتي.

د دغه وزارت د رسنیو څانګې په افغانستان کې د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو په اړه د امریکاغږ د یوې پوښتنې په ځواب کې په ایمیل کې لیکلي دي: «موږ د هغو راپورونو په اړه خبر یو چې پاکستان د افغانستان د سرحد په اوږدو کې تر شک لاندې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي ټي پي) او د داعش-خراسان څانګې په ضد هوايي بریدونه کړي دي.»

اعلامیې ویلي دي چې د پاکستان خلک د «ترهګرو په لاسوسونو ډېر کړاو ګاللی» او پاکستان «دا حق لري چې د ترهګرۍ په وړاندې د خپل ځان دفاع» وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې ویل شوي دي چې افغان طالبان باید د «ترهګرۍ سره د مبارزې په برخې کې په خپلو ژمنو عمل وکړي او دا ډاډ ورکړي چې له افغان خاورې څخه ترهګریز بریدونه نه» کېږي.

پاکستان د یکشنبې په ورځ په ننګرهار او پکتیکا بمبارۍ وکړې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) په دغو بریدونو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې راپورونه تائید کړي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان وايي چې په ننګرهار کې د پاکستان په بمباریو کې د ملګي وګړو د تلفاتو د راپورونو په اړه «ژوره اندېښنه» لري.

دغه سازمان په یوې اعلامیې کې ویلي دي: «د ولسي خلکو د زیان راپورونه باید په بشپړ، ازاد او بې پرې ډول وپلټل شي.»

د بشري چارو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچادر بنیت هم د پاکستان په بمباریو کې د یو شمېر ماشومانو او ښځو د وژلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې.

بنیت په خپل ایکس حساب کې لیکلي دي: «موږ ټولې خواوې هڅوم چې له ډېر زغم څخه کار واخلي، د ولسي خلکو ساتنه وکړي او نړیوال قانون ته ژمن واوسي.»

په همدې حال کې د سولې په چارو کې د متحدو ایالتونو پخواني استازي زلمي خلیلزاد ویلي دي چې د اسلامي همکاريو د سازمان او نړیوالې ټولنې له لوري باید په پاکستان باندې انتقاد وشي.

ښاغلي خلیلزاد د ملګرو ملتونو د بیانیې په استناد ویلي دي: «په افغانستان کې د پاکستان په پوځي بریدونو کې ۱۳ ولسي خلک شهیدان شوي دي.»

هغه ویلي دي چې دا بریدونه په روژې کې شوې او دا د هغوی «وحشت» نور هم څرګندوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال، طلال چوهدري، د هغه هېواد رسنیو ته ویلي چې پاکستاني ځواکونو په افغانستان کې د هغو وسلوالو مرکزونه په نښه کړي چې په پاکستان کې په وروستیو مرګوني بریدونو کې یې لاس درلود.

د طلال چوهدري په وینا، د پاکستاني ځواکونو په بریدونو کې لږ تر لږه ۷۰ وسلوال وژل شوي دي.

بریدونه د پکتیکا په برمل او اورګون ولسوالیو او د ننګرهار په بهسود او خوګیانیو کې شوي دي. یوناما وايي د ملکي تلفاتو لومړني ارقام ښیي چې په ننګرهار کې «د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۳ملکي وګړي وژل شوي او اووه تنه نور ټپیان» دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د خپل ایکس په حساب کې لیکلي دي چې «پاکستاني خاصې نظامي حلقې یوځل بیا په افغان خاوره تجاوز» کړی او په دغو بریدونو کې «د ښځو او ماشونو په ګډون لسګونه کسان شهیدان او ټپیان شوي» دي.

د طالبانو د حکومت دفاع وزارت ګواښ کړی چې د پاکستان بریدونو ته به په مناسب وخت کې «سنجول شوی ځواب»ورکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG