د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله عبدالله بیرته افغانستان ته ستون شو


د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا پخوانی مشر عبدالله عبدالله نن شنبه جون ۱۱ (غبرګولې ۲۱) له هند څخه بیرته افغانستان ته ستون شو.

د نوموړي د ښه راغلاست لپاره ګڼ شمېر کسان د کابل نړیوال هوايي ډګر ته ورغلي وو.

عبدالله عبدالله کابل ته له رسېدو وروسته پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي: "څو شېبې مخکې د هیواد غېږې او خلکو ته بیرته راغلم."

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا پخواني عبدالله عبدالله د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې له خبریالانو سره خبرو کې هیله څرګنده کړې چې ټول افغانان پخپل هیواد کې په ارامۍ سره ژوند وکړي.

نوموړي زیاته کړه: "د کورنۍ د لیدلو لپاره تللی وم، بیرته افغانستان خپل هیواد ته راغلم، زما هیله داده چې ان شاءالله د افغانستان ټول خلک په ارامي او دعدالت تر سیورې لاندې، په ښه فضا کې پخپل هیواد کې وکولای شي ژوند وکړي. دا د ټولو هڅې غواړي په ځانګړي ډول د اوسني سرپرست حکومت د مسؤلینو."

ښاغلی عبدالله د طالبانو له واکمنیدو وروسته د لومړي ځل لپاره د اپرېل ۳۰مه (غوايي لسمه) د خپلې کورنۍ د لیدلو لپاره هند ته سفر وکړ.

عبدالله عبدالله د افغانستان یو له معدودو مهمو سیاسي څیرو څخه دی چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته دننه په هیواد کې پاتې شوی دی.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته، داسې راپورونه او ګنګوسې خپرې شوې چې طالبان عبدالله ته اجازه نه ورکوي‌ بهر ته سفر وکړي او حتی د افغانستان ولایتونو ته ولاړ شي او نوموړی په کور بندي دی.

خو عبدالله هیڅ وخت د کورني بند او یا هم د هغه پر سفرونو د طالبانو د بندیزونو په اړه څه ندي ویلي.

د حکومت دغه پخواني‌ چارواکي د طالبانو له واکمنۍ وروسته تل د حکومت له پخوانیو مسولینو په خاص ډول له پخواني جمهور رئیس حامد کرزي، د مدني ټولنې له فعالینو، د ملګرو ملتونو له چارواکو او یو شمیر بهرنیو دیپلوماتانو سره ملاقاتونه کړي دي.

ښاغلي عبدالله هیواد ته تر ستنیدو دمخه پّ بهر کې پدې وروستیو کې د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي تامس ویسټ سره هم لیدلي دي.

XS
SM
MD
LG