د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله عبدالله له افغانستان څخه بهر ته سفر وکړ


ارشيف
ارشيف

د افغانستان د ملي مصالحې پخواني رئیس عبدالله عبدالله د طالبانو له واکمنیدو وروسته د لومړي ځل لپاره له افغانستان څخه بهر ته سفر کړی دی، خو دا تر اوسه معلومه نده چې نوموړی کوم هیواد ته تللی.

ښاغلي عبدالله د شنبې په ورځ اپریل ۳۰ (غوایي لسمه) په یو لړ ټویټونو کې لیکلي‌ چې د اختر په ورځو کې یې د یو څو ورځو لپاره بهر ته سفر کړی دی.

عبدالله عبدالله د افغانستان یو له معدودو مهمو سیاسي څیرو څخه دی چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته په دننه په هیواد کې پاتې شوی دی. نوموړ‌ي پر یو ټویټ لیکلي: "سږ کال د اختر په ورځو کې د شخصي دلیل له مخې د یو څو ورځو لپاره بهر یم."

د افغانستان د حکومت دغه پخواني چارواکي پر یو بل ټویټ د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې وروستیو خونړیو بریدونو ته په اشارې لیکلي چې روانه روژه د تیرو کلونو په شان د خونړیو بریدونو شاهده وه.

عبدالله عبدالله پر یو بل ټویټ هیله څرګنده کړې چې په افغانستان کې د همه شموله حکومت د جوړیدو لپاره زمینه مساعده شي.

د ملي‌ مصالحې پخوانی مشر عبدالله عبدالله د حکومت لومړی چارواکی و چې له افغانستان څخه یې د محمد اشرف غني د وتلو خبر ورکړ.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته، داسې راپورونه او ګنګوسې خپرې شوې چې طالبان عبدالله ته اجازه نه ورکوي‌ بهر ته سفر وکړي او حتی د افغانستان ولایتونو ته ولاړ شي او نوموړی په کورني بند کې دی. خو عبدالله هیڅ وخت د کورني بند او یا هم د هغه پر سفرونو د طالبانو د بندیزونو په اړه څه ندي ویلي.

د حکومت دغه پخواني‌ چارواکي د طالبانو له واکمنۍ وروسته تل د حکومت له پخوانیو مسولینو په خاص ډول له پخواني جمهور رئیس حامد کرزي، د مدني ټولنې له فعالینو، د ملګرو ملتونو له چارواکو او یو شمیر بهرنیو دیپلوماتانو سره ملاقاتونه کړي دي.

XS
SM
MD
LG