د لاس رسي وړ اتصالات

وسټ: له عبدالله سره مې د افغانستان د راتلونکې په مهمو مسایلو بحث وکړ


د افغانستان لپاره د متحدو ایالتونو خاص استازي ټاماس وسټ د پنجشنبې په ورځ مې ۲۶ (غبرګولي څلورمه) ویلي چې د افغانستان د ملي مصالحې د شورا له پخواني مشر عبدالله عبدالله سره یې کتلي دي.

ښاغلي وسټ چې پرون نوې ډهلي ته سفر کړی د یو لړ ټویټونو په کولو څرګنده کړې له دې چې له میاشتو وروسته یې عبدالله سره کتلي، خوښ دی.

عبدالله عبدالله تیره میاشت د خپلې کورنۍ د لیدو په هدف له افغانستان څخه هند ته ولاړ.

ټوماس وسټ زیاته کړې، له ښاغلي عبدالله یې سره په لیدنه کې په هغو موضوعاتو چې د افغانستان د راتلونکې او له نړیوالې ټولنې سره د هغه هیواد اړیکو ته مهم دي، بحث کړی.

هغه زیاته کړې چې له ښاغلي عبدالله سره یې:"د سیاسي پروسې په ضرورت، د بشري حقونو په سرغړونو، په ټولنه کې د میرمنو په اساسي ونډې، بشري وضعیت او د تروریزم د ګواښونو په اړه خبري کړي."

ښاغلي وسټ همدارنګه پر یو ټویټ لیکي، د طالبانو له هغه اقدام څخه هرکلی کوي چې عبدالله عبدالله ته یې د خپلې کورنۍ د لیدلو اجازه ورکړې او بیرته ستون شوی، خو وسټ دا نده څرګنده کړې چې له عبدالله سره یې په کوم ځای کې لیدلي ‌دي.

دغه امریکایي چارواکي زیاته کړي هیله من دی په راتلونکو ورځو کې له نورو افغان مشرانو او مفکرینو سره هم بحثونو ته دوام ورکړي.

د افغانستان لپاره د متحدو ایالتونو خاص استازي پر څو نورو ټویټونو لیکلي چې په نوې ډهلي کې یې له هندي چارواکو سره هم د افغانستان په اړه مفصلي خبري‌ اتري‌ کړي دي.

هغه زیاته کړې، هند له افغانستان سره په مهمو بشري مرستو سربیره، د افغانانو د ملاتړ لپاره پراخه تجربه او توانایي لري.

وسټ ویلي له هند او په سیمه کې به له نورو شریکانو سره د مشترکو اهدافو پرمخ بیولو ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د متحدو ایالتونو خاص استازي درې ورځې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره هم په ټلفون خبري وکړې.

ښاغلي وسټ وویل په دې ټلفوني اړیکه کې یې متقي ته ویلي چې نړۍ د افغان میرمنو او نجونو پر حقونو او ونډې باندې له "روانو او پراخیدونکو محدودیتونو" سره مخالفه ده.

XS
SM
MD
LG