د لاس رسي وړ اتصالات

د اسدالله خالد د ”سر او سنګر“ شعار د ډاکټر نجیب حقانیت تایید کړ؟


د نويیمې لسیزې په پیل کې چې پخواني شوروي ځواکونه له افغانستان نه وتلي و او کابل ته د مسکو پوځي او مالي مرستې مخ په ختمیدو وې، ولسمشر داکټر نجیب الله له پاکستان-میشتو جهاډي مشرانو سره د سولې او پخلاینې ډیرې ناکامې هڅې وکړې.‌ له پاکستان او افغان جهادي‌ ډلو سره په جوړجاړي کې د ناهیلۍ په درشل کې، داکټر نجیب الله د افغان پوځیانو د روحیې د ساتنې لپاره د سر ورکوو،‌ سنګر نه ورکوو شعار هم ورکاوه.

نږدې درې لسیزې وروسته، پداسې حال کې چې امریکا په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمیر لږوي او کابل بیا له پاکستان-میشتو طالب مشرانو سره د سولې هلې ځلې کوي، د ډاکټر نجیب شعار یوار بیا د افغان پوځیانو پر ژبو شوی.

د شنبې په ورځ د سرپرست دفاع وزیر په توګه د کار د پیل په مهال، اسدالله خالد د پوځیانو یوې غونډې ته وویل د سرتیرو په موټرو کې شعارونه وینم؛ پخوا مې لیدلي وه اوس یې وینم، پر رینجرو، پر هامویانو مختلف احساساتي شعارونه دي.‌ یو له شعارونو نه چې زیات په سترګو کیږي، لیکلي یې وي‌ چې سر ورکوو، سنګر نه ورکوو. دا شعار ډیر پخوانی ده. د افغانستان د پخواني‌ اتل جمهور رئیس ډاکټر نجیب الله په وخت کې دا شعار و.

لدې خبرې سره په تالار کې چکچکې پیل شوې.

ښاغلی خالد چې ویل کیږي د ډاکټر نجیب الله د واکمنۍ په وروستیو کلونو کې د عبدالرب رسول سیاف د اتحاد اسلامي د ډلې غړی و. اتحاد اسلامي او نورو جهادي‌ ډلو د ډاکټر نجیب الله د واکمنۍ تر پوره نسکوریدلو له جګړې لاس وانخیست او له هغه وروسته یې د افغان مجاهدینو لنډمهاله حکومت په پاکستان کې وټاکه.

که څه هم ښاغلي‌ خالد پخوانی ولسمشر ډاکټر نجیب الله د اتل په نامه یاد کړ،‌ خو د هغه شعار یې د اوس لپاره داسې بدل کړ: سر یې وهو،‌ سنګر یې نیسو.

په ټولنیزو رسنیو کې د ښاغلي‌ خالد دې څرګندونو پراخ هرکلی وشو.‌

د ډاکټر نجیب الله مشرې لور،‌ هیله نجیب، پر ټویټر ولیکل ابا، روح دې ښاده شه. ته پوهیدلې چې بلاخره به تاریخ او ولس ستا وطندوستي او د هیواد لپاره ستا قربانۍ درک کړي. هغه ورځ‌ راورسیده!

​پر فیسبوک هم ځینو افغانانو د ښاغلي خالد لخوا ډاکټر نجیب الله ته د اتل ویلو هر کلی وکړ.‌

ډاکټر نجیب الله له خونړیو جګړو وروسته په ۱۹۹۲ میلادي‌ کال کې د خپل شعار خلاف،‌ خپل سر په کابل کې د ملګرو ملتونو په سیاسي دفتر کې خوندي‌ کړ او سنګر یې مجاهدینو ته پریښود. اوس چې ښاغلي خالد هوډ کړی چې د طالبانو سرونه به وهي او سنګرونه به یې نیسي،‌ وبه کتل شي‌ چې د دې شعار پایلې به څه وي.‌

XS
SM
MD
LG