د لاس رسي وړ اتصالات

وحیدالله: د اوکراین مسله پر افغانستان تاثیرات درلودای شي


د روسیې جمهورریس ولادي مېرپوتین، د جمعې په ورځ ، د دوه زره څوارلسم کال د مارچ یوویشتمه، یو قانون، چې کریمیا په رسمي ډول د روسیې سره یو ځای شوه،امضا کړ، او اوکراین د اروپایي اتحادیې سره د ډیرو نژدیوو سیاسي همکاریو معامله لاسلیک کړه.

ولسي جرګې پرون دغه تړون تصویب کړ. ددی نه مخکي د کریمیا اوسیدونکو، هغه رفرنډم ته رای ورکړه چې د اوکراین نه د کریمیا د بیلیدو او د روسیی سره د یو ځای کیدو دپاره وشو. جمهورریس پوتین، او د کریمیا رهبرانو، دغه تړون پرون امضا کړ.

د کریمیا د مسلې په سر د امریکا او روسیې او همدا شان د روسیی او اروپایي اتحادیی د هیوادونو ترمنځ خپل منځي اړیکو کی خړپړتیا راغلی ده.

امریکا اروپایی اتحآدیې او نړیوالې ټولنې د کریمیا استقلال او د روسیې سره د هغې یوځای کیدل غندلي دي.

د ملگرو ملتونو عمومی منشی بان کیمون، د جمعې په ورځ، د موقت جمهورریس الکساندرتورچینوف او موقت صدراعظم آرسیني یاتڅینوک سره په کیف کې ددغه بحران د حل په لارو چارو وغږیده د روسیې د جمهورریس نه یې وغوښتل چې په اوکراین کې، یا اوکراین ته نژدی، د هر ډول غیر ارادي پیښو، چې کیدی شي په دغه سیمه کې تاوتریخوالی نورهم پسې زیات کړي، مخنوي وکړي.

د سیمه ایزو او نړیوالو بحرانونو د حل د موندلو دپاره د ملگرو ملتونو ستر سلاکار ډاکتر وحید وحیدالله وایي که دغه خړه پړه اوضاع همداسي ادامه ومومي نو دا اندیښنه بې ځایه نه ده چې د افغانستان په شمول په نورو نړیوالو مسلو باندې اغیزه کوي.

ښاغلی وحیدالله وایي د روسیې امپراطور، کریمیا، دوه سوه کاله مخکي، چې د ترکیې د عثماني امپراطورۍ یوه برخه وه، اشغال کړه او د روسیی د اکتوبر ترانقلاب پوری د روسیی د خاوری برخه وه.


د کریمیا د تاریخې پس منظر په باره کې د ډاکتر وحید وحیداله سره د زیباخادم مرکه دلته اوریدی شیْ.

please wait

No media source currently available

0:00 0:16:32 0:00
مستقیمه لیکه
XS
SM
MD
LG