د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق اربیل کې له چاودیدونکو موادو ډکې ډرون الوتکې لویدلي


په عراق کې د امریکا په ګټو څو ځله بریدونه شوي.
په عراق کې د امریکا په ګټو څو ځله بریدونه شوي.

د عراق په شمال کې کردي چارواکي وایي درې ډرون الوتکې چې په چاویدونکو موادو سمبالې وې د اربیل په ښار کې لویدلي دي.

د امریکا متحده ایالات په همدې ښار کې قونسلګري لري.

د بې پیلوټه الوتکو د غورځېدو دا پېښه تیره شپه پداسې حال کې شوې چې د حشد الشعبي ملیشې چې په عراق کې د امریکا د حضور سره مخالفت لري او د ایران پلوي کوي، نن شنبه، جون ۲۶ (غبرګولي ۵) د بغداد ښار سره نږدې نظامي رسم ګذشت وکړ.

په رسم ګذشت کې د حشد الشعبي جګپوړو چارواکو برخه اخیستې وه.

دوه ډرون الوتکې په یو کورغورځېدلې چې زیان هم لري خو درېیمه یې بیا نده چاودلې.

په اربیل کې د امریکا قونسلګرۍ دا برید غندلی او د عراق د خودمختارۍ نه یې "ښکاره سرغړونه" بللی.

په عراق کې د امریکا په ګټو پدې تیرو څو میاشتو کې څو ځله بریدونه شوي خو په بریدونو کې د بې پیلوټه یا ډرون الوتکو کارونه د وسله والو ډلو نوی تاکتیک دی.

د امریکا متحده ایالات د دې بریدونو ملامتي په دوامداره توګه په هغو عراقي ملیشو اچوي چې د ایرن پلوي کوي.

د روان کال د پیل راهیسې په عراق کې په امریکایي ګټو ۴۳ بریدونه شوي.

امریکا اوس مهال په عراق کې د نړیوالو ائتلافي ځواکونو په چوکاټ کې چې د اسلامي دولت یا داعش د ډلې په خلاف جګړه کوي، شاوخوا ۲۵۰۰ عسکر لري.

XS
SM
MD
LG