د لاس رسي وړ اتصالات

درملنې ته د نشه يي توکو د معتادینو هیله مندي


پر نشه يي توکو اخته کسان وايي له دې چې درملنه یې کیږي خوښ دي.
پر نشه يي توکو اخته کسان وايي له دې چې درملنه یې کیږي خوښ دي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې پر نشه يي توکو د اخته کسانو شمیر زیات دی اما یو شمیر هغه چې درملنه یې شوې وايي او نشه يي توکي نه کاروي ، ډیر خوښ دي.

د هلمند اوسیدونکی تورجان تر دوه لسیزو وروسته د نشه يي توکو استعمال پرې اېښی او اوس يې عادي ژوند پيل کړی

تورجان وايې اوس یې سالم مصروفیت ته مخه کړې او خپل ژوند په بریالیتوب مخ ته وړي.

نوموړی د تریاکو پراخ کښتونه پر نشې د ځوانانو د اخته کیدو یو عمده علت بولي.

که څه هم په نشه اخته کسان وايې چې د مخدره موادو څخه د درملنې روحیه اوس په ډيرو معتادینو کې پیاوړې شوې خو د کوکنارو د کښت له زیات والي سره د معتادینو شمېر هم زیات شوی.

د روغتیايي مسئولینو په وینا، د نشه يي توکو د کښت مخ نیوی پر ټولنه مثبت اغېز کوي.

په نشه د روږدو کسانو یو معالج ډاکتر سیف الدین وايې چې د دوی زیاتره ناروغان هغه کسان دي چې د نشه يي توکو له کښت او کاروبار سره نږدې پاتې شوي دي.

پر نشه يي توکو اخته کسان وايي د ځمکو خاوندان هم باید د یوه ملي مسولیت په توګه کوکنار ونه کړي.

XS
SM
MD
LG