د لاس رسي وړ اتصالات

پولیسو ننګرهار کې څه دپاسه زر کیلو نشه يي توکي نیولې


پولیسو ننګرهار کې څه دپاسه زر کیلو نشه يي توکي او لسګونه موټرې نیولې
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:31 0:00

ویډیویي راپور یې دلته کتلی شئ:

د ننګرهار امنیه قوماندان یو خبري کنفرانس ته وویل چې په تېره یوه میاشت کې یې څه دپاسه زر کیلو گرامه نشه يي توکي په بېلابېلو سیمو او ولسوالیو کې نیولي دي.

د ننګرهار امنیه قوماندان٬ مل پاسوال عبدالرقیب مبارز وویل: "په نیول شویو نشه يي توکو کې چې ۱۱۱ کیلو گرامه دي، هیروین، تاریاک چرس او نور مختلف نشته يي توکي شامل دي دي. ۲۲ موټرې چې په بېلابېلو ناقانونیو کې ترې ګټه اخیستل کېده هم نیول شوي دي."

هغه وايي د نشه يي توکو د قاچاق په مخنیوي پسې یې هڅې توندې کړي او دغه برخه کې یې مبارزه قوي روانه ده.

دغه خبري کنفرانس کې د ننګرهار والي شامحمود میاخېل هم خبرې وکړې او ویې ویل چې په نیول شویو کسانو کې یوه برخه یې د نشه يي توکو سوداګر او قاچاقبران دي چې دوسيې یې څارنوالۍ ته استول شوې دي.

ښاغلي میاخېل وویل: "کسان خو ډېر نیول شوي دي خو ۱۷۵ کسان څارنوالۍ ته پېژندل شوي دي او څېړنې ترې روانې دي."

د ننګرهار چارواکو څه موده مخکې ویلي وو چې د روان کال له پیله یې تر ١٣ ټنه ډېر نشه يي توکي له سلګونو قاچاقبرو او سوداګرو سره نیولي دي چې ګڼ شمېر یې مجرمین پېژندل شوې دي.

XS
SM
MD
LG