د لاس رسي وړ اتصالات

له کيمياوي موادو د نشي توکو د توليد کچه زياته شوې ده


له کيمياوي موادو د نشي توکو د توليد کچه زياته شوې ده
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:51 0:00

ویډیویي راپور یې دلته کتلی شئ:

د افغانستان د کورنيو چارو او د عامې روغتيا د وزارتونو مسؤلينو ويلي چې په دې وروستيو کې له کيمياوي موادو څخه د نشه راوړونکو توکو د توليد کچه زياته شوې ده.

دوی دا خبرې د عربي متحده اماراتو په دوبۍ کې د امريکا غږ له لوري د خبريالانو د روزنيز ورکشاپ په ترڅ کې اشنا تلويزيون ته کړې دي.

په دغه درې ورځني روزنيز ورکشاپ کې چې په دوبۍ کې جوړ شوی و، په افغانستان کې د امريکاغږ اشنا راډيو تلويزيون او د ازادي راډيو خبريالانو، له مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کې د عامې روغتيا او کورنيو چارو وزارتونو چارواکو او د امريکاغږ مسؤلينو په کې ګډون کړی و.

د افغانستان لپاره د امريکاغږ د سروېس مشر جان واکر وايي، له دې ورکشاپ يې هدف دا دی، چې خبريالان د مخدره موادو په برخه کې د اغېزناکو راپورونو د جوړولو لپاره وروزي.

​د افغانستان لپاره د امريکاغږ د سروېس مشر وويل: ”موږ وينو چې نن ورځ نشه يي توکي هېواد ته راځي او بېلابېل ډولونه لري، لکه شيشه او نور او موږ بيا وينو چې دغه نشه يي مواد په زياته اندازه په بازارونو کې خرڅيږي.‟

په دې ورکشاپ کې د بحث يوه عمده مسئله دا وه، چې په دې وروستيو کلونو کې د نورو نشه راوړونکو توکو ترڅنګ له کيمياوي موادو په ځانګړې توګه له درملو د نشه يي موادو د توليد کچه زياته شوې ده.

دا مهال په دغه هېواد کې څه باندې درې ميليونه کسان په نشه يي توکو روږدي دي، په داسې حال کې په ۳۲ ولايتونو کې د روږدو کسانو د تداوۍ لپاره ۱۱۰ مرکزونه فعال دي.

د خيرخانې د ۱۰۲ بستريز روغتون رئيس ډاکټر شاهپور يوسفي وويل: ”مالي مواردو ته ضرورت لرو. متاسفانه چې د بوديجې کسر موږ نه پرېږدي چې د ارتقاء ظرفيت ولرو.‟

له دې سره، سره چې په افغانستان کې له نشه يي توکو سره د حکومت مبارزه کال تر بل ګړندۍ کيږي، په تېرو اتلسو کلونو کې د کوکنارو په کر، د نشه يي توکو په قاچاق او استعمال کې چندان کمښت نه ښکاري.

د کورنيو چارو وزارت وايي، چې له مخدراتو سره د مبارزې لپاره ۲۶۰۰ مسلکي پوليس لري او په همدې حساب سره يو پوليس د مخدره توکو د ۱۲ سوه قاچاقبرانو او کاروباريانو پر وړاندې مبارزه کوي.

د کورنيو چارو وزارت له مخدراتو سره د مبارزې لابراتوار مدير٬ ډاکټر محمد خالد نبي زاده وويل: ”د مخدره موادو د کرکيلې په مخنيوي، توليد او استعمال پر وړاندې رسنۍ او د افغان حکومت د امنيتي ارګانونو ترمنځ همغږي عمده رول لري.‟

ددې ورکشاپ روزونکی پال مارزلېک وايي، دلته يې خبرلانو ته هغه مسلکي لارې چارې هم وښودلې، چې څنګه کولای شي، د ټولنيزو رسنيو له لارې په اغېزناک ډول معلومات شريک کړي.

د امريکاغږ اشنا راډيو تلويزيون د تېرو دريو کلونو راهيسې په افغانستان کې د مخدراتو د کرکيلې، توليد او استعمال د مخنيوي او يا يې د کچې د راټيټولو لپاره د عامه پوهاوي د مسلسلو راپورونو لړۍ جاري ساتلې.

XS
SM
MD
LG