د لاس رسي وړ اتصالات

ایا 'زینټیک' د زړه د جوش درمل د سرطان لامل کیږي؟


په شمالي امریکا کې د "زینټیک" په نوم د زړه جوش درملو په پلورلو بندیز لګېدلی
په شمالي امریکا کې د "زینټیک" په نوم د زړه جوش درملو په پلورلو بندیز لګېدلی

د "زینټیک" په نوم د زړه جوشېدو درملو جوړولو بریتانوي شرکت ګلیکسو سمیت کلاین (جي اس کې) د جمعې په ورځ جون ۲۳ (چنګاښ دوهمه) وویل چې په متحده ایالاتو کې یې هغه قضايي دعوا حل او فصل کړې ده چې پکې ادعا شوې وه چې دغه درمل د سرطان لامل شوي دي.

شرکت ویلي چې په دغه دعوا کې یې پړه نده منلې.

د جي اس کې شرکت په خپاره کړي بیان کې وویل: "د جیمز ګویټز سره یو محرم جوړجاړي ته رسیدلی، او هغه دعوا به لغوه شي چې د کالیفورنیا ایالت په محکمه کې ثبت شوې ده."

ټاکل شوې وه چې په محکمه کې د یادې دعوا بهیر راتلونکې میاشت پیل شي، خو د جي اس کې شرکت ویلي: "ترسره شوی جوړجاړی ددې شرکت هیله ښيي چې غواړي د قضیې د اوږدېدو له امله د غلط فهمیو مخه ونیسي."

د زینټیک بریتانوي درمل د نړۍ په ډیرو هېوادنو کې د زړه جوشېدو د علاج دپاره د ډاکټر له نسخې پرته په درملتونونو کې پلورل کیږي. په دې درملو کې د "رانیټایډین" په نوم کیمیاوي مواد کارول شوي دي. دا ډول درمل د فرانسې "سانوفي" درمل جوړونکي شرکت له خوا هم جوړیږي.

په شمالي امریکا کې اوس ددې درملو په پلورلو بندیز لګېدلی دی.

جي اس کې شرکت تېر کال وویل چې په متحده ایالاتو کې ددې شرکت د درملو په اړه ۳۰۰۰ کسانو په انفرادي او ډلییز ډول محکمو ته شکایتونه کړي دي. شرکت همدارنګه ویلي چې په کاناډا او اسرائیلو کې هم ورته دعواوې ثبت شوي دي.

دا کار د ونډو په بازار کې د جې اس کې د ونډو د ارزښت د لوېدو لامل شوی و، خو د جمعې د ورځې د خبر له خپرېدو وروسته د لندن د ونډو په بازار کې ددې شرکت د ونډو ارزښت شپږ سلنه لوړ شو او د یوې ونډې ارزښت یې ۱۴.۴ پاونډو (۱۸.۳ ډالرو) ته ورسېد.

XS
SM
MD
LG