د لاس رسي وړ اتصالات

پکتیا کې قومي مشرانو پر ډیورنډ کرښې د ګټارو لګول وغندل


د پکتیا قومي مشران وايي د ډورنډ په کرښه د ګټارو لګول ناامني نوره هم زیاتوي، خو پاکستان وايي د نا امنیو د کمولو لپاره دا کار کوي
د پکتیا قومي مشران وايي د ډورنډ په کرښه د ګټارو لګول ناامني نوره هم زیاتوي، خو پاکستان وايي د نا امنیو د کمولو لپاره دا کار کوي

د پکتيا یو شمېر قومي مشرانو د پاکستان له لوري په ډیورنډ د کټارو لګول او همدغه راز قبایلي سیمو ته د روسي جنرالانو سفر په کلکه وغندل.

قومي مشرانو په ګردیز کې غونډه کړې وه چې لسګونه نورو کسانو هم په کې برخه لرله، دوی د پاکستان دا ډول هڅې پارونکې بولي چې په خبره یې دا کار نور هم تروریزم پیاوړی کوي.

د پکتيکا د ولايتي شورا غړي تاج محمد منګل له افغان حکومت او نړيوالې ټولنې څخه وغوښتل چې د پاکستان د دغه کار پر ضد جدي اقدام وکړي.

هغه وويل ” د پاکستان له پوځ سره يوځای روسي جنرالان راځي او دواړو وزيرستانونو څخه ليدنه کوي. دوی غواړي دغلته اډې جوړې کړي او خپل اهداف تعقيب کړي او افغانستان بېرته د بربادۍ سره مخ کړي. پر افغان دولت او نړيواله ټولنه غږ کوو چې نور د جنګونو څخه ستړي شوي وو‟.

د پاکستان د پوځ مشر قمر جاوید باجوه ويلي چې اغزن تارونه د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې په هغو سيمو کې لګول کېږي، چې وسله وال پرې په اسانۍ تلی راتلی شي.

نوموړي ویلي چې دا کار د ترهګریزو فعالیتونو د مخنیوي لپاره کوي. همدغه راز راپورونه وايي چې د روسيې پوځ د ستر درستيز د مرستيال په مشرۍ یو روسي هیات هم د شمالي وزيرستان ميرانشاه او د جنوبي وزيرستان واڼه ته تللي وو.

د پکتيا د نننۍ غونډې ویناوالو وویل دا تحرکات له ترهګرۍ سره په مبارزه کې مرسته نه شي کولی، دوی زياتوي چې افغانستان تر بل هر چا ډېر د تروریزم قرباني دی.

قومي مشر عالم امير وايي ”روسيه دې خپل تاريخ بيا وګوري، که بيا راشي، بيا به دې د خلاصون لاره نه وي. له نړيوالې ټولنې غواړو چې جنګ ته خاتمه ورکړي‟.

افغان حکومت له وزيرستان ته د ادعا له مخې د روسي جنرالانو د سفر په اړه لا کوم کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو ويلي يې دي چې د ډيورنډ کرښې په اړه هر ډول پرېکړه د ولسونو صلاحيت دی نه د حکومتونو.

ځينې څېړونکي په دې باور دي چې د پاکستان له لوري پر ډيورنډ کرښه د ازغن تار لګول او له قبايلي سيمو ته د روسي جنرالانو سفر به د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړيکې لا خرابې کړي.

په همدې حال کې د امریکا د دفاع وزیر جیم متیس هم په افغانستان کې د روسيې د حضور او له طالبانو سره د مسکو د روابطو په هکله انديښنه څرگنده کړې.

XS
SM
MD
LG