د هالنډ پاچا ویلیم الکسندر شنبه جولای ۱ (چنګاښ۱۰) په یوې تاریخې وینا کې په پخوا وختونو کې په مرییتوب او د مریانو په راکړې ورکړې کې د دې هیواد د لاس لرلو له کبله بښنه وغوښته.
ښاغلي السکندر چې پدې هیواد کې د مرییتوب پای ته رسیدو ۱۵۰ مې کالیزې په مناسبت مراسمو کې یې وینا کوله وویل، یو ځانګړی کمیسیون یې ټاکلی تر څو معلومه کړي چې شاهي کورنۍ په مرییتوب کې څه ډول نقش درلود.
پاچا الکسندر چې د وینا پر مهال ژړغونی هم شو وویل، "نن زه ستاسو مخ ته ولاړ یم. ستاسو د پاچا په حیث او د حکومت غړي په توګه ستاسو څخه زه پخپله بښنه غواړم او د دې ټکو دروندوالی پخپل زړه او اروا احساسوم".
د هالنډ دې جګپوړي چارواکي مریتوب د بشریت ضد جرم وباله او بښنه یې وغوښته چې پر ضد دریدو کې یې دا هیواد پاتې راغلی و.
د هالنډ د پاچا تر څنګ تیر کال د دې هیواد صدراعظم هم په پخوا وختونو کې د مرییتوب او مریانو په سوداګرۍ کې د دې هیواد لاس لرلو له کبله بښنه غوښتې وه.
د وینا څخه وروسته پاچا د هیواد د مرییتوب په ملي څلي کې د ګلو ګیډۍ هم کیښوده.
سره لدې چې د ۱۸۶۳ میلادي کال د جولای په لومړۍ نیټې د جنوبي امریکا او کارابین یو شمیر هیوادونو کې چې د هالنډ مستعمرې وې، مرییتوب لغوه شوی و خو بیا هم د لسو نورو کالونو لپاره مریان اړ شوي و چې د کرنې او مالدارۍ په فارمونو کې کار وکړي.
یوه څیړنه چې تیره میاشت خپره شوې پکې ښودل شوې چې د هالنډ د پاچا نیکه ګانو د مرییتوب څخه دومره ګټه تر لاسه کړې چې د اوس وخت له حسابه ۵۹۵ میلیون امریکایي ډالر کیږي.
د هالنډ صدراعظم چې تیر کال یې بښنه غوښتې وه د مریانو د کورنیو خپل خپلوانو لپاره د کومې بدلې ورکولو ژمنه نه وه کړې خو حکومت ویلي چې د ۲۱۷ میلیون ډالرو په ارزښت یو نوښت پیلوي چې په هالنډ او د دې هیواد پخوانیو مستعمرو کې د مریتوب اثراتو په خلاف مبارزه وشي او د دې موضوع په هکله پوهه ډیره شي.
خو په هالنډ کې ځینې د حکومت دا کړنه کافي نه بولي او د بدلې غوښتنه یې کړې.
د تور پوستانو د حقونو دوو ډلو د شنبې په ورځ د پاچا د وینا څخه وړاندې مظاهرې کړې وې او په لوحو یې لیکلي و، "د بدلې پرته درد نه دوا کیږي".
د تورپوستانو آرشیف په نامه د یوې ډلې مشر میچل ایساجیس ویلي چې یوازې د بښنې غوښتل کافي ندي او د عدالت او په یو ډول د بدلې ورکولو سره باید تړلې وي.