د لاس رسي وړ اتصالات

بهر کې نژدې لس زره بند پاتې افغانان هېواد ته لېږدول شوي - چارواکي


د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي، د کرونا ویروس خورېدو او د الوتکو د ترانسپورټ درېدلو له امله په بهرنیو هیوادونو کې زرګونه بند پاتې افغانان یې خپل هېواد ته لېږدولي دي.

د یادې ادارې د عامه اړیکو مشر محمد نعیم صالحي د پنجشنبې په ماښام (می۱۴) امریکا غږ ته وویل چې ډېر شمېر دغه افغانان په هند، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او ترکیې کې بند پاتې و چې له یوې میاشتې یې لیږدول پیل شوي.

هغه زیاته کړه: "بهر کې نیږې لس زره ګیر پاتې افغان مسافرین د اریانا افغان او کام ایر خصوصي شرکت پروازونو له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي."

د افغانستان د بهرنیو چارو زورات د ارقامو له مخې، ۹۰ زره افغانان له هېواده بهر په نورو هېوادونو کې پاتې دي.

د دغه وزارت ویاند ګران هېواد ویلي چې د ډیپلوماټیکو اړیکو په واسطه د دغو افغانانو د لېږد زمینه براره شوې.

د ملکي هوايي چلند ادارې معلوماتو په اساس د هغو افغانانو د لېږد لپاره هم هڅې روانې دي چې په یو شمېر نورو هېوادونو لکه کویټ، عمان، قراقستان هېوادونو کې پاتې دي.

XS
SM
MD
LG