د لاس رسي وړ اتصالات

د کرونا له معاینې پرته زرګونه افغان مسافر له تورخم نه را اوښتي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د تورخم ښاروال وايي، تر لس زره مسافر په ډله ییز ډول د کروناویروس له چیک نه پرته د تورخم له لارې افغانستان ته راواوښتل.

د تورخم ښاروال راحت ګل زیارمل نن سې شنبه اپرېل۷ (وري ۱۹) پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: "نن سهار له پورې غاړې له اتو نه تر لسو زرو مسافرینو یو وار هجوم راوړ، نه ورته پاکستانیانو په پاسپورټ کې خروجي ووهله او نه زموږ د پاسپورټ څانګې ورته دخولي ټاپه ووهلی شوه."

په تورخم کې یو مسول ډاکټر چې د قرنطین پروسه کې و امریکا غږ ته یې وویل چې زرګونه کسان په خپل سر راواوښتل او هغه د کتارونو له پنجرې بهر پر لوی سړک په ډله ییزه توګه راواوښتل.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي امریکا غږ ته وویل چې تورخم ته لس زره کسان په ډله ییزه توګه راغلي وو چې نن سهار یې تورخم کې افغان پلو ته دروازه ماته کړې ده او بغیر له چک څخه راوښتي دي.

نوموړي وویل چې د تورخم له هغې غاړې د مسافرو مدیریت سم ونه شو او همدا لامل و چې خلکو دروازه ماته کړه او افغانستان غاړې ته قرنطین هم د ډېر بیروبار په وجهه ختم شو.

که څه هم تورخم کې افغان چارواکو د ټولو راوښتونکو د قرنطین لپاره سلګونه خېمې هم درولې وې، خو تېر ماښام چارواکو وویل چې پرته له قرنطینه به خلکو ته د تګ اجازه ورکړي.

پر همدې مهال په اسلام اباد کې افغان سفیر عاطف مشعل پر خپل ټویټر لیکلي چې تر دا مهاله په افغان کډوالو کې د کروناویروس مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

پاکستان تېره ورځ د درې ورځو لپاره د چمن ـ تورخم لارې خپل هیواد ته د ستنېدو لپاره د افغان مسافرو پر مخ خلاصي کړې.

XS
SM
MD
LG