د لاس رسي وړ اتصالات

دفاع وزارت: د نیمروز هوايي برید کې پاکستانیان وژل شوي

دفاع وزارت وایي د عامو وګړو د مرګ ژوبلې د ادعاو په اړه څېړنې روانې دي
دفاع وزارت وایي د عامو وګړو د مرګ ژوبلې د ادعاو په اړه څېړنې روانې دي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، دوې شپې مخکې د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د هوايي برید پر مهال د ۹ پاکستانیانو په ګډون ۱۴ وسله وال وژل شوي دي.

دفاع وزارت نن دوشنبه جنورۍ ۱۱( مرغومې ۲۲) ویلي چې هوايي ځواکونو دغه برید دوه شپې مخکې د خاشرود ولسوالۍ په «منظري» سیمه کې د طالبانو پر قرارګاه کړی دی.

د دفاع وزارت په اعلامیه کې راغلي: "په دغه هوايي برید کې ۹ پاکستاني ترهګر او ۵ تنه د سیمې طالبان ووژل شول او شپږ تنه نور ټپیان شول."

د افغانستان دفاع وزارت همدارنګه زیاته کړې چې په دې برید کې عامو وګړو ته د مرګ ژوبلې د ادعاو په تړاو څېړنې روانې دي.

تیره ورځ د نیمروز د ولایتي شورا مشر باز محمد ناصر وویل په یاد ولایت کې د افغان ځواکونو په هوايي برید کې ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړې وه چې یاد هوايي برید د افغان قواوو له خوا د وسله والو طالبانو پر یوې غونډې شوی چې د هستوګنې یو کور ته نژدې جوړه شوې وه.

تیره ورځ د سیمې اوسېدونکو د وژل شوو کسانو مړي د اعتراض په ډول د نیمروز مرکز زرنج ته انتقال کړي وو.

خو د نیمروز والي زمریالي احدي هم تیره ورځ په یوې اعلامیې کې وویل چې دغه هوايي برید په سیمه کې د طالبانو پر یو مرکز شوی چې په وینا یې د دغه ډلې د سرې قطعې ۱۲ جنګیالي پکې وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

هغه ویلي و چې ملکي وګړو ته د اوښتې مرګ ژوبلې د ادعاو د څېړلو لپاره سیمې ته یو پلاوی استول شوی دی.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG