د لاس رسي وړ اتصالات

نیمروز او کندز کې د طالبانو بریدونه؛ '۲۷ افغان سرتیري وژل شوي'


عکس( ارشیف)
عکس( ارشیف)

د نیمروز سیمه ییز چارواکي وايي وسله والو طالبانو تېره شپه د یاد ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د ملي اردو ۲۰ سرتیري وژلي او شپږ نور یې نیولي دي.

د خاشرود ولسوال حاجي خلیل وطندوست نن جمعه اکتوبر۲۳ (لړم۲) امریکا غږ ته وویل چې دغه پېښه تېره شپه د یادې ولسوالۍ په «دهمزنګ» سیمه کې شوې ده.

هغه وايي چې طالبانو د ملي اردو پر یوې قرارګاه تر برید وروسته د افغان ځواکونو پوځي تجهیزات هم وړي او یاده قرارګاه یې تخریب کړې ده.

هغه وویل چې په هلمند کې د ۲۱۵میوند قول اردو هلیکوپټرو له نن سهار راهیسې د پېښې په سیمه کې هوايي بریدونه هم کړي، خو طالبانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه یې ناخبري وښودله.

نوموړي زیاته کړه چې د سیمې د قومي سپینږیرو په مرسته د نیول شوو سرتیرو د راخوشي کولو هڅې پيل شوي دي.

تېره اونۍ هم په یاده سیمه کې د ملي اردو پر قرارګاه د طالبان برید کې د ملي اردو ۱۳ سرتیري وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي و.

د یو بل خبر له مخې د کندز د سیمه ییزو چاروکو په وینا د یاد ولایت په دشت ارچي او خان اباد ولسوالیو کې اووه افغان سرتیري وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د کندز د والي ویاند عصمت مرادي نن جمعه اکتوبر۲۳(لړم۲) امریکا غږ ته وویل: "تیره شپه د کندز دشت ارچي ولسوالۍ کې د طالبانو بریدونه خنثی شول، او طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.د دشت ارچي د تیرې شپې په نښته کې درې افغان ځواکونه شهیدان شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي، طالبانو د خان اباد ولسوالۍ په تندور سیمه کې هم برید کړی دی، امنیتي ځواکونو تکتیکي شاتګ کړی دی، څلور امنیتي سرتیري شهیدان شوي دي."

چارواکي وايي طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده، خو کره شمېر یې په ډاکه نه کړ.

د افغانستان دفاع وزارت هم تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي. بلخوا وسله والو طالبانو هم تر دا مهاله د نیمروز او کندز د پېښو په اړه تبصره نه ده کړې.

تیره ورځ د کندز سیمه ییزو چارواکو ویلي وو چې د دغه ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې څه باندې ۲۰ وسله وال طالبان وژل شوي او «اسماعیل قشلاق» او «دهقان قشلان» سیمې ورڅخه نیولي دي.

XS
SM
MD
LG