د لاس رسي وړ اتصالات

هرات او نیمروز کې د کرونا ویروس درې نورې مثبتې پېښې ثبت شوې


افغان حکومت په ځینو ښارونو کې په تګ راتګ بندیز لګولی
افغان حکومت په ځینو ښارونو کې په تګ راتګ بندیز لګولی

د افغانستان روغتیا وزارت په دغه هیواد کې د کرونا ویروس د درې نورو مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکړ.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر وحیدالله مایار نن یکشنبه مارچ۲۹(وري لسمه) ویلي چې په هرات ولایت کې د کرونا د تشخیص مرکز کې د ۴۸ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۴۵ یې منفي او درې یې مثبتې ثابتې شوي دي.

دغه درې تازه پېښې چې دوې یې په هرات او یوه هم په نیمروز کې ده نن یکشنبه ثبت شوې دي.

په دې سره په افغانستان کې د کرونا مثبتو پېښو شمېر ۱۱۶ ته ورسېد.

تر دا مهاله د کروناویروس زیاتې مثبتې پېښې چې ۸۴ کیږي له ایران سره پر پوله پروت هرات ولایت کې ثبت شوي دي.

ښاغلي مایار ویلي چې په کابل کې هم د کرونا ویروس یو شمېر مشکوکې پېښې تر څېړنو لاندې دي چې نتیجې به یې وروسته معلومې شي.

نوموړي ویلي چې د قاطع ملاتړ سرتېرو څلور پېښې په دغو مثبو پېښو کې شاملې نه دي.

XS
SM
MD
LG