د لاس رسي وړ اتصالات

پکتیکا کې د «کوچیانو» د ورا په موټر چاودنه شوې


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د پکتيکا پوليس وايي د دغه ولايت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د کوچیانو د واده په مراسمو د سړک غاړ په ماين چاودنه کې ۲۰ تنه ټپیان شوي دي.

د پکتيکا د پوليسو وياند شاه محمد آرين نن یکشنبه سپټمبر ۲۰ (وږې۳۰) امريکا غږ ته وويل چې ياده چاودنه پرون مازديګر مهال د جاني خېل ولسوالۍ ښارګوټي ته نږدې د کوچيانو پر هغه تراکتور شوې ده چې ناوې يې په کې انتقالوله.

آرين ونه ويل چې په چاودنه کې ناوې هم ټپي شوې که څنګه، مګر زياته يې کړه چې د پېښې زياتره قربانيان ښځې او ماشومان دي.

بل لوري ته د پکتيکا د عامې روغتيا سرپرست رئيس ډاکټر اسدالله رسولي امريکاغږ ته وويل چې د پېښې له ځايه د خيرکوټ ولسوالۍ روغتون ته ۱۹ تنه ټپيان وروړل شوي چې د اوو کسانو حالت نازک و او دا مهال د ښرنې په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د ډاکټر اسدالله رسولي په وينا، په ټپيانو کې اته ماشومان، پنځه ښځې او شپږ سړي دي.

بلخوا تیره شپه په بلخ ولایت کې هم د سړک غاړې ماین چاودنې له امله د چارواکو په وینا یو تن وژل شوی او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت هم په یوې اعلامیې کې ویلي چې د پکتیکا د تیرې ورځې چاودنې کې هم یو تن ملکي وګړی وژل شوی دی.

تر دا مهاله د دې بمي چاودنې مسؤليت چا پرغاړه نه دی اخيستی او نه هم وسله والو طالبانو په دې اړه څه ويلي، خو د پوليسو وياند شاه محمد آرين يې پړه پر طالبانو واچوله.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په پکتیکا کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله د دغه لایت د امر محمد اصف هم ووژل شو.

XS
SM
MD
LG