د لاس رسي وړ اتصالات

لغمان کې هوايي برید ۲۰ وسله وال طالبان وژلي ـ چارواکي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د لغمان چارواکي وايي، د افغان پوځ هلیکوپټرو تېره شپه په الشینګ ولسوالۍ کې پر طالبانو بمبار کړی او شل وسله وال طالبان یې وژلي.

د یاد ولایت چارواکي وايي، په وژل شویو وسله الو کې پنځه یې د لېزري وسلو درلودونکي وو.

د والي ویاند اسد الله دولتزي نن دوشنبه سپټمبر ۷ (وږې ۱۷) امریکا غږ ته وویل چې طالبانو تېره شپه د الیشنګ ولسوالۍ په جیبون سیمه کې د محلي پولیسو پر پوستو برید وکړ چې لږ وروسته د افغان پوځ هلیکوپټرې ور ورسېدې او بمبار یې وکړ.

نوموړی وايي: "۲۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۸ نور سخت ټپیان شوي.په وژل شویو کې ۵ تنه یې د لیزري سلاح درلودونکي هم دي."

یوې حکومتي سرچینې بیا امریکا غږ ته وویل چې دغه جنګ کې یو محلي پولیس هم وژل شوی او دوه نور زخمیان دي.

د سیمې یو اوسېدونکی وايي، د ځینو وسله والو جسدونه لا هم په سیمه کې پاتې دي.

تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د لغمان په الیشنګ او الینګار ولسوالیو کې د حکومت او طالبانو تر منځ جګړې زور اخیستی او تېره ورځ د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر هم لغمان ته سفر کړی و او په تورخم کې له پاکستاني ځواکونو سره جګړه کې د وژل شوي سرحدي پولیس له کورنۍ سره یې هم لیدنه کړې وه.

XS
SM
MD
LG