د لاس رسي وړ اتصالات

خالد: طالبان د جګړې زیاتېدو سره غواړي خبرو کې امتیاز واخلي


خالد ډاډ ورکړی چې د افغانستان په هیڅ یو ولایت کې به کومه سیمه سقوط ونه کړي
خالد ډاډ ورکړی چې د افغانستان په هیڅ یو ولایت کې به کومه سیمه سقوط ونه کړي

د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد وايي، په داسې حال کې چې ټاکل شوې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې پيل شي، جګړه نوره هم زیاته شوې ده.

ښاغلي خالد نن یکشنبه سپټمبر ۶ (وږې ۱۶) په لغمان ولایت کې یوې غونډې ته وویل چې کېدایشي وسله وال مخالفین د جګړې په زیاتېدو سره د خبرو پر مېز امتیاز واخلي.

نوموړي زیاته کړه: "په داسې حال کې چې د سولې خبرو ته امادګي شته، زموږ پلاوی تیار دی چې باید څو ورځې مخکې له کابله قطر ته تللی وای، امکان لري چې نن دا پلاوی ولاړ شي، د دې باوجود بدبختانه چې په جنګ کې د کموالی تغیر نه دی راغلی، خو زیات شوی لا دی... او دا فشارونه کېدایشي د همدې برنامې یو جز وي چې دښمن غواړي په خبرو کې امتیاز واخلي."

هغه وویل چې افغان حکومت په حقیقت کې سوله غواړي چې په وینا یې د خبرو په جریان کې ځینې محدودیتونه منلي دي، خو ویې نه ویل چې د خبرو په جریان کې څه ډول محدودیتونه ورباندې وضعه شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې افغان امنیتي او دفاعي ارګانونه اوس مهال په فعاله دفاع باندې اخته دي.

هغه ډاډ ورکړ چې د افغانستان په هیڅ کوم ولایت کې به کومه سیمه سقوط ونه کړي.

د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد که څه هم د کوم هیواد نوم یاد نه کړ خو زیاته یې کړه چې وسله والو طالبانو ته دغه امر له ازغن تار نه د هغې خوا شوی دی.

اسدالله خالد یو ځل بیا خپل د تیر کال شعار تکرار کړ چې «سر یې وهو سنګر یې نیسو».

د افغانستان دفاع وزیر پر داسې مهال د جګړې زیاتېدو خبر ورکوي چې ټاکل شوې په نژدې وختونو کې د سولې مخامخ خبرې پیل شي.

بلخو د افغانستان دفاع وزارت نن یکشنبه په کندهار، فاریاب او بلخ لایتونو کې د ۲۵ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG