د لاس رسي وړ اتصالات

سږ کال افغانستان کې نژدې ۲۰ټنه زعفران تولید شوي

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت مسؤلین وايي، روان کال په دغه هیواد کې څه باندې ۱۹ ټنه زعفران تولید شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له‌مخې سږکال د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پر ۷زره ۵۵۷جریبه ځمکه باندې د زعفرانو کښتونه شوي و چې نسبت تېر کال ته یې په تولید کې ۲۲ سلنه زیاتوالی هم راغلی دی.

تېر کال پر ۶زره ۲۷۲جریمه ځمکه باندې د زعفرانو کښتونه شوي و، چې د کرنې وزارت د معلوماتو په اساس ۱۶ ټنه زعفران ورڅخه تر لاسه شوي و.

د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي د چهارشنبې په ورځ د «مرغومې پر۴مه» امریکا غږ ته وویل، چې روان کال تر ټولو زیات زعفران په هرات، کندهار، دایکنډي، بلخ، سرپل او ارزګان ولایت کې تولید شوي دي.

ښاغلی رستمي د زعفرانو د تولید زیاتوالي لاملونه د زعفرانو د کښتونو زیاتېدل، د کرنې وزارت لخوا کروندګرو ته روزنه ورکول او هغوی ته د ښه کیفت لرونکو پیازو وېش او د یو شمېر نورو پروګرامونو تر سره کېدل یاد کړل.

د کرنې او مالدارۍ وزارت د معلوماتو په اساس په کابل، غزني، هرات او فریاب کې د زعفرانو د پروسس څلور مرکزونه جوړ شوي چې پکې دوه زره نارینه او ښځینه زعفران کاران هم پکې روزل شوي دي.

روانه اونۍ د افغانستان د زعفران کارانو ملي ټولنې خبر ورکړ چې سږکال د افغانستان زعفران په نړیواله کچه د ښه کیفیت له‌مخې د اتم ځل لپاره په لومړي مقام کې راغلي دي.

د افغانستان زعفران
د افغانستان زعفران

د دغه ټولنې مرستیال قدرت الله رحمتي تېره شنبه امریکا غږ ته وویل، چې په بلجیم کې د «ITQi» په نوم انسټیټیوټ د ښه کیفیت له‌مخې افغان زعفرانو ته دغه لومړی مقام ورکړئ دی.

د کرنې وزارت چارواکي همدارنګه زیاتوي، چې روان کال افغان زعفرانو له خپل کار او بار څخه ۲۷ میلیونه امریکايي ډالر تر لاسه کړي دی.

دغه وزارت وايي، اوس مهال د افغانستان په بازارونو کې د زعفرانو یو کیلو په ۹۰زره افغانۍ او په نړیوالو بازارونو کې تر ۱۴۰۰ ډالرو پورې پلورل کېږي.

د افغانستان زعفران چې د کیفیت له‌مخې په نړیوالو بازارونو کې خاص ځای لري تر دامهاله چین، امریکا او یو شمېر نورو اروپايي بازارونو ته صادر شوي‌ دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG