د لاس رسي وړ اتصالات

دفاع وزارت وايي، لوګر کې د طالبانو له زندانه ۲۲ بندیان ازاد کړي


د طالبانو له زندانه ازاد شوي بندیان
د طالبانو له زندانه ازاد شوي بندیان

د افغانستان دفاع وزارت وايي، په لوګر ولایت کې د وسله والو طالبانو له زندان څخه ۲۲ بندیان ازاد کړي دي.

دفاع وزارت نن سې شنبه جنورۍ ۲۶ (سلواغې اوومه) په یوې اعلامیې ویلي چې په ازاد شوو بندیانو کې ۷ افغان سرتیري او ۱۵ ملکي وګړي شامل دي.

په اعلامیه کې راغلي چې دغه بندیان تیره شپه د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې د افغان کمانډو د عملیاتو پر مهال د طالبانو له زندان څخه را خوشي شوي دي.

د افغانستان دفاع وزارت زیاته کړې چې د عملیاتو پرمهال درې تنه وسله وال طالبان هم له وسلو سره نیول شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي:"افغان کمانډو تیره شپه د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې ۷ تنه افغان سرتیري او ۱۵ تنه ولسي وګړي( د سیمې اوسېدونکي) د طالبانو له زندان څخه ازاد کړي دي."

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په لوګر ولایت کې د ازاد شوو بندیانو په اړه تبصره نه ده کړې.

د افغانستان دفاع وزارت په تیره شااوخوا یوه میاشت کې په هلمند ولایت کې هم د وسله والو طالبانو له زندانونو څخه د ۳۵ بندیانو د ازادولو خبر ورکړی و.

دفاع وزارت په روان کال کې ویلي و چې د طالبانو له زندانونو څخه په لسګونه بندیان ازاد کړي دي.

XS
SM
MD
LG