د لاس رسي وړ اتصالات

دفاع وزارت: هلمند کې مو د طالبانو له زندانه ۲۷ بندیان ازاد کړي


د افغانستان دفاع وزارت په یو بیان کې ویلي چې افغان کومانډویانو د هلمند ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې د طالبانو یو زندان مات کړی او ۲۷ بندیاین یې ازاد کړي دي.

دا بیان چې د پنجشنبې په ورځ له رسنیو سره شریک شوی په کې راغلي چې د کومانډو ځانګړو ځواکونو تیره شپه په دغه زندان باندې عملیات ترسره کړل چې په کې د طالبانو د زندان یو ساتونکی ووژل شو.

د افغانستان د دفاع وزارت ویلي: "دغه زندانیان د طالبانو له لوري سخت شکنجه، ځوریدلي او د اسلامي اصولو بشري حقونو خلاف چلند ورسره شوی دی".

د دفاع وزارت له خوا رسنیو سره په شریک شویو انځورونو کې لیدل کېږي چې په بندیانو کې یو شمیر ماشومان او سپین ږیري هم شامل دي.

د دفاع وزارت په بیان کې راغلي چې په دغو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې، مهمات او یوه برمه چې د سرکونو او پلونو ویجاړیدو کې ترې کار اخیستل کیدل د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

وسله‌والو طالبانو تراوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.

تیره اونۍ هم د افغانستان دفاع وزارت په هلمند ولایت کې د طالبانو د یو زندان د ماتولو او د ۱۳ ملکي وګړو د ازادولو خبر ورکړی و.

XS
SM
MD
LG