د لاس رسي وړ اتصالات

دفاع وزارت زابل کې د طالبانو له زندانه ۴۳ بندیان ازاد کړي


د طالبانو له زندانه ازاد شوي زندانیان
د طالبانو له زندانه ازاد شوي زندانیان

د افغانستان دفاع وزارت وايي تېره شپه یې د زابل ولایت په شاه جوی ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له زندان څخه ۴۳ زندانیان ازاد کړي دي.

دفاع وزارت نن شنبه اکتوبر ۱۰(تلې۱۹) ویلي چې په ازاد شویو کسانو د امنیتي سرتیرو ترڅنګ ملکي وګړي هم شامل دي.

د دفاع وزارت په اعلامیه کې ویل شوي: "د ۴۳ تنو له ډلې څلور ملکي کسانو په ګډون ۲۰ تنه قلات ښار ته ولېږدول شول، او پاتې نور د زابل ولایت په نورو سیمو کې له افغان دافاعي او امنیتي ځواکونو سره یو ځای شول."

خو د زابل ځايي چارواکو بیا امریکا غږ ته ویلي چې یادو کسانو د طالبانو زندان مات کړی او تښتېدلي دي.

د زابل د شاه جوی ولسوال وزیر محمد جوادي امریکا غږ ته وويل چې د وسله والو طالبانو یاد زندان د ولسوالۍ په شوبار سیمه کې وو چې وسله والو طالبانو پکښې د کابل – کندهار د لويې لارې پر سر د امنیتي ادارو نیول شوي کسان او دغه راز د سیمې د حقوقي دعوه لرونکي کسان پکښې ساتل.

ده زیاته کړه زندانیان چې اکثریت يې دامنیتي ادارو سرتیري او پوليس دي له موقع څخه په ګټه اخیستنه د زندان پر ساتونکو برید کړی او ټولو زندانیانو ته يې د خوشي کیدو زمینه برابره کړې.

جوادي زیاته کړه: "د ولسوالۍ له مرکز څخه ۳۰ کيلو متره لرې د شوبار سیمه کې د وسله والو طالبانو دغه زندان وو او هغه پوليس چې په رخصتیو به کور ته تلل او وسله والو د کابل کندهار پر لویه لار له موټرو څخه کښته کړي وو ساتل کیدل. دغو سرتیرو همت کړی له موقع څخه يې ګټه اخیستې او له میاشتو، میاشتو بند وروسته يې نن سهار د تېښتي لار خپله کړې او زندان پر محدود شمېر ساتونکو وسله والو طالبانو يې تر برید وروسته ۲۵ تنو ولسوالۍ ته ځان را رسولی او د پاته بندیانو لپاره زموږ امنیتي ادارې کار کوي."

بلي خواته د زابل د ولایتي شورا رئیس حاجي عطاجان حقبیان وايي چې لاهم ۱۸ خوشي شوي زندانیان د ولسوالۍ تر مرکز پوري نه دي رسیدلي.

نوموړي زیاته کړه چې ممکن ځيني هغه بندیان چې په حقوقي دعو وسله والو طالبانو زنداني کړي وو او دسیمي اوسیدونکي دي، خپلو سیمو ته تللي وي.

شاه جوی د زابل له لویو ولسوالیو څخه بلل کیږي چې د کابل – کندهار د لويې لارې ۶۰ کیلو متره برخه ورڅخه تېره شوې.

تر دې پنځه میاشتي مخکې په زابل او غزني ولایتونو کې د افغان ځانګړو ځواکونو له لوري د وسله والو طالبانو پر زندانونو عملیاتو کې لسګونه حکومتي سرتیري خوشي شوي.

خپله وسله والو وطالبانو په زابل کې د خپل زندان د ماتولو د پېښې په اړه کومه تبصره نده کړې.

XS
SM
MD
LG