د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې د داعش ‌‌‌‌‌‌د استخباراتو او جګړې مشران وژل شوي


په ننګرهار کې چارواکي وايي، د داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې د استخباراتو مشر او د جګړې قوماندان په ګډون اوویشت داعش وسله وال وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي د دوشنبې په ورځ د «مرغومې پر لسمه» امریکا غږ ته وویل چې یاد وسله د اچین ولسوالۍ د مامند درې په شلخي کلي کې تېره شپه د صفر دوه ځواکونو په هوایي او ځمکنو عملیاتو کې وژل شوي‌ دي.

نوموړي زیاته کړه چې په دې عملیاتو کې د داعش ډلې د استخباراتو مسؤل صدیقیار اورکزی، ننګرهار کې د جګړې مشر سعید عمر او یو شمېر نورو قوماندانانو په ګډون ۲۷ داعشیان وژل شوي.

نوموړی وايي په دغو عملیاتو کې د داعش څلور مهم مرکزونه تخریب شوي دي.

تر اوسه داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده تېره اونۍ د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په ننګرهار ولایت کې د داعش د ویاند د وژل کېدو خبر هم ورکړی و.

XS
SM
MD
LG