د لاس رسي وړ اتصالات

سرچینه: په ننګرهار کې د طالبانو د سرې قطعې۳۰غړي وژل شوي


یوه امنیتي سرچینه وايي، په ننګرهار ولایت کې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې قوماندان د افغان ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی.

سرچینه وايي، چې ملا مخبیت تېره شپه د دغه ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ په «زاوه» سیمه کې له ۳۰ نورو وسله والو سره د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی.

پر همدې مهال د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي امریکا ږغ ته وویل چې د یادو عملیاتو پرمهال د وسله والو طالبانو پنځه لوی مرکزونه ل‌منځه وړل شوي دي.

خوګیاڼی وايي، په دغو عملیاتو کې ملکي خلکو ته زیان نه دی رسېدلی.

وسله والو طالبانو تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

د وسله والو طالبانو د سرې قطعې وسله وال د روان کال په لومړیو کې د خوګیاڼو ولسوالۍ په زاوه سیمه کې د داعش د ځپلو په هدف ځای پر ځای شوه او څو ځله یې له دانش سره نښتې کړي دي.

XS
SM
MD
LG