د لاس رسي وړ اتصالات

ننگرهار کې د داعش دوه پاکستاني جنگیالي تسلیم شول


په ننگرهار کې د داعش تسلیم شوي غړي
په ننگرهار کې د داعش تسلیم شوي غړي

د ننگرهار په ولایت کې د داعش دوه غړي د خپلې کورنۍ د پنځو غړو سره یوځای د افغانستان د ملي امنیت ادارې ته تسلیم شول.

د داعش دغه دوه تسلیم شوي غړي صدیق الله او سجاد الله نومیږي او د ننگرهار د محلي مقاماتو په وینا په پاکستان کې د خیبر پښتونخواه ایالت د اورکزیو ایجنسۍ اصلي اوسیدونکي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي د ملي امنیت په ادارې کې ددغو دوو کسانو د تسلمۍ پر وخت خبریالانو ته وویل چې دوی څلور کاله د داعش په لیکو کې جنګیدل او ددغې ډلې د رهبرۍ غړي وو.

ښاغلي خوگیاڼي وویل چې ددغو دوو داعشیانو د کورنۍ پنځه غړي چې درې زنانه او دوه ماشومان دي هم د هغوی سره یوځای د سولې له بهیر سره یوځای شوي او افغان امنیتي ځواکونو ته یې ځان تسلیم کړی دی.

ددغو تسلیم شویو داعشیانو له ډلې نه سجادالله، وویل دغه ډله یو مختلط ترکیب لري چې په کې پاکستاني، ایراني، تاجکستاني، ازبکستاني، عرب او حتا اروپایي جنگیالي هم شامل دي. د هغه په وینا په افغانستان کې د داعش رهبري د بهرنیو جنگیالیو په لاس کې ده.

د داعش یو تسلیم شوی جنگیالی
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:18 0:00

بل تسلیم شوي داعشي د داعش تر ولکې لاندو سیمو کې ددې ډلې د تاوتریخگوالي او یاغیگرۍ نه پرده پورته کړه.

صدیق الله وویل "وژنې رنگارنگ وې، څوک یې پر ماین باندې کښیناوه او الوزاوه او څوک مو په ډزو واژه او هر چیرته یوه ځانگړی پوځي واحد موجود و. د عملیاتو لپاره ځانگړې اداره وه او ما په هسکه مینه، اچین او نازیان کې فعالیت درلود".

د ننگرهار د ولایتي ادارې د معلوماتو له مخې دا لومړی ځل دی چې پدې ولایت کې د داعس د رهبرۍ کسان د خپلو کورنیو له غړو سره دولت ته تسلیمیږي.

XS
SM
MD
LG