د لاس رسي وړ اتصالات

دفاع وزارت: تېرو دوو ورځو کې ۵۳۸ طالبان وژل شوي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د افغانستان دفاع وزارت وايي په تېرو دوو ورځو کې د افغان ځواکونو په بریدونو کې ۵۳۸ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د دغه وزارت په وینا د تېرو ۴۸ ساعتونو په نښتو کې ۲۳۸ نور طالبان ټپیان شوي او په وژل شویو جنګیالیو کې د طالبانو یو شمېر قوماندان هم شامل دي.

د دفاع وزارت د معلوماتو پر بنسټ نښتې په ننګرهار، زابل، لغمان، غزني، میدان وردګ، کندهار، هرات، هلمند، جوزجان او بغلان ولایتونو کې شوي‌ دي.

د یاد وزارت ویاند روح الله احمدزي نن یکشنبه مۍ نهمه (غوايي ۱۹) امریکا غږ ته وویل چې "د دفاع وزارت څرګندونې د کره معلوماتو پر بنسټ خپریږي."

افغان چارواکو ویلي چې د وسله طالبانو بریدونه یې په شا تمبولي خو د افغان ملي ځواکونو د تلفاتو په اړه یې څه نه دي ویلي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب هم تیره ورځ وویل چې تیره اونۍ په اوو ولایتونو کې د طالبانو بریدونو په شا تمبول شوي دي.

هغه زیاته کړه چې طالبانو د ځينو سیمو د سقوط پلان لاره، خو په خبره یې افغان ځواکونو یې مخه ونیوله.

بلخوا د افغانستان ددفاع وزارت سرپرست جنرال محمد یاسین ضیاء هم تیره ورځ وویل چې په تېرو څو ورځو کې په هلمند، کندهار، بغلان، فراه، غزني او هرات کې د نښتو پر مهال شااوخوا ۱۰۰۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله رسېدلې ده.

XS
SM
MD
LG