د لاس رسي وړ اتصالات

فراه کې د طالبانو چاودنه؛ 'د ملي اردو ۷ سرتیري وژل شوي'


وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د فراه سیمه ییز چارواکي وايي وسله والو طالبانو پرون یکشنبه ناوخته د دغه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ په «شیوان» سیمه کې د ملي اردو یوې قرارګاه کې چاودنه کړې.

د فراه والي جنرال تاج محمد جاهد امریکا غږ ته وویل چې وسله والو طالبانو دغه قرارګاه ته یو تونل رسولی و او تر هغه وروسته یې د چاودېدونکو موادو په واسطه چاودنه کړې ده.

نوموړي زیاته کړه چې په دغه پېښه کې د ملي اردو ۷ سرتیري وژل شوي او پنځه نور سرتیري د ملي اردو یوې بلې قرارګاه ته انتقال شوي دي.

د فراه د والي په وینا تر دغه چاودنې وروسته له هلمند ولایت څخه د راغلو وسله والو طالبانو او افغان سرتیرو ترمنځ سخته جګړه هم شوې چې د دوشنبې تر سهار پورې روانه وه.

د نوموړي د معلوماتو په اساس په دغه جګړه کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي او نژدې ۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

بلخوا د فراه د ولایتي شورا یو غړی شاه محمود نیعمي وایي چې په دغه قرارګاه کې د ملي اردو ۲۵ سرتیري مېشت و چې په خبره یې یوازې پنځه تنه یوې بلې قرارګاه ته انتقال شوي دي.

هغه وویل چې په دغه چاودنه کې د تلفاتو شمېر زیات دی، خو کره ارقام یې ونه ښودل.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

بالابلوک د دغه ولایت له دوو نورو نا امنه ولسوالیو بکوا او خاک سفید او د هرات ولایت له شینډډ ولسوالیو سره پوره لري او د چارواکو په وینا په زیاتو برخو کې طالبان حضور لري.

XS
SM
MD
LG