د لاس رسي وړ اتصالات

په پروان کې په یو جومات برید شوی او اته تنه وژل شوي‌ 


تصویر: آرشیف
تصویر: آرشیف

د افغانستان د پروان ولایت چارواکي وايي د سه شنبې مۍ۱۹ (غويي۳۰) په ماښام په یو جومات باندې وسله وال برید شوی لږ تر لږه اته تنه وژل شوي او پنځه نور ژوبل دي.

وژل شوي او ژوبل شوي ټول ملکیان ښودل کیږي.

د پروان د والي ویانده وحیده شهکار وايي‌ چې پېښه د ماښام له لمانځه وروسته د پروان په مرکز د "خلازي"په سیمه کې شوې ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین هم ویلي دي چې په پېښه کې اته تنه وژل شوي‌ او پنځه ژوبل دي.

ښاغلی آرین وایي‌ چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

ویل کیږي‌چې د دغه جومات امام د طالبانو یو مخکنی قومندان و او د ادعا له مخې په دې وروستیو کې د داعش له ډلې سره یو ځای شوی.

تر دې دمه د دغه برید مسولیت کومې ډلې نه دی منلی. د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر کې ادعا کړې ده چې (برید افغان ځواکونو )کړی دی.

په دې وروستیو کې په افغانستان کې ډېر بریدونه شوي‌ دي او ډېر قربانیان یې ولسي وګړي دي.

همدان نن یوناما وویل اعلان وکړ چې یوازې تیره میاشت په افغانستان کې د وسله والو طالبانو په بریدونو کې ۲۰۸ ملکي افغانان وژل شوي دي.

همدغه راز تېره میاشت دیوناما د چارواکو په وینا د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو په پایله کې ۱۷۲ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

XS
SM
MD
LG