د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې د داعش ډلې شپږ غړي نیول شوي


د کندهار امنیتي چارواکي د دغه ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د داعش ډلې د شپږو غړو د نیول کېدو خبر ورکړ.

چارواکي وايي، نیول شوي کسان چې شمېر شپږ تنه دی ټول د یوې کورنۍ غړي دي.

د کندهار د پوليسو ویاند څارمن جمال بارکزي نن سې شنبه اپرېل۲۱ (غويي دوهمه) امریکا غږ ته وويل، دغه کورنۍ چې د باجوړ اصلي اوسیدونکې ده تېره شپه د تروریزم ضد پوليسو د ځانګړو عملیاتو پر مهال نیول شو ې ده.

ښاغلي بارکزي وويل: "دغه کورنۍ چې ټول شمېر يې ۶ ته رسیږي یوه مېرمن او ماشومان يې هم پکښې شامل دي له نارینه غړو سره يې د مهمو نظامي مرکزونو د ادرس او فلم اخیستلو مهم وسایل نیول شوي، دوی ځان د کونړ د دانګام ولسوالۍ ښيي خو زموږ دقیق معلومات ښيي چي دوی د باجوړ سیمي اوسیدونکې او د داعش ډلي مهم کسان پکښې شامل دي."

د کندهار پوليس مقامات وايي چې دغه کسان د نورو پلټنو لپاره د ملي امنیت ادارې ته سپارل شوي دي.

خو د کندهار د پوليسو یو لوړ پوړي امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وويل چې نیول شوي کسان د داعش خراسان ډلې د مشر اسلم فاروقي سره تړاوو لري.

اسلم فاروقي او د هغه ۱۹ مهم ملګري دوې اونۍ وړاندې د کندهار ولایت په ډنډ ولسوالۍ او کندهار ښار کې د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو لخوا نیول شوي وو.

د ملي امنیت عمومي ریاست تیره اونۍ وويل چې اسلم فاروقي د داعش خراسان ډلي مشري کوي چې په نیول شویو ۱۹ ملګرو کې يې د پاکستان او بنګله دېش په ګډون د ځينو نورو هیوادونو اتباع هم شامل دي.

  • غلچکي بریدګر

دغه راز د کندهار پوليس مقامات وايي چې په کندهار ښار کې يې د وسله والو طالبانو د غلچکیو بریدونو یوه ۷ کسیزه ډله هم نیولې ده.

د کندهار د پوليسو ویاند څارمن جمال بارکزي په دې اړه امریکا غږ ته وويل چې نیول شویو کسانو په کندهار ښار کې ۱۵تنه پوليس او ځيني حکومتي مامورین په غلچکیو بریدونو کې وژلي دي.

د غلچکیو بریدونو په تور نیول شوي ۷ واړه کسان مطبوعاتو ته هم وښودل شوه خو د دغو ادعا و په اړه له رسنیو سره ونه غږېدل.

په کندهار ښار کې غلچکي بریدونه د امنیت په برخه کې تر ټولو لویه ننګونه بلل کیږي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG