د لاس رسي وړ اتصالات

بغلان کې وسله والو ۷ لمونځ کوونکي وژلي ـ چارواکي


دغه پېښه تیره شپه د بغلان ولایت د خنجان ولسوالۍ په «ولیان» دره سیمه کې رامنځته شوې ده.
دغه پېښه تیره شپه د بغلان ولایت د خنجان ولسوالۍ په «ولیان» دره سیمه کې رامنځته شوې ده.

افغان چارواکي وايي د بغلان ولایت په خنجان ولسوالۍ کې ۷ لمونځ کې په ډزو وژل شوي دي.

دغه پېښه تیره شپه د بغلان ولایت د خنجان ولسوالۍ په «ولیان» دره سیمه کې شوې ده.

د کورنیو چارووزارت ویاند طارق ارین نن جمعه اپرېل ۳۰ (غوايي ۱۰) رسنیو ته په لېږلي غږیږ پیغام کې ویلي چې یاد کسان د وسله والو طالبانو لخوا وژل شوي، خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.

نوموړي زیاته کړې چې لمونځ کوونکي د تراوېحو تر ادا کولو وروسته کور ته پر لار وو چې برید پرې شوی دی.

پر همدې مهال د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند احمد جاوید بشارت امریکا غږ ته وویل چې د وژل شویو کسانو په ډله کې دوه ماشومان هم شامل دي.

بشارت زیاته کړه چې تر یادې پېښې وروسته د پولیسو په عملیاتو کې دوه وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.

خنجان ولسوالي د بغلان ـ کابل پر لویه لاره موقعیت لري او د یاد ولایت د سیمه ییزو چارواکو په وینا د دغه ولسوالۍ په ځینو برخو کې طالبان حضور لري.

دا په داسې حال کې ده چې د روژې په میاشت کې په ننګرهار ولایت کې هم د یوې کورنۍ نهه غړي د تراویحو پر مهال په ډزو وژل شوي وو.

XS
SM
MD
LG