د لاس رسي وړ اتصالات

د ننګرهار د هسکې مېنې په یو جومات کې چاودنې لسگونه کسان ووژل


د هسکې مینې د پیښې قربانیان روغتون د انتقالولو پر وخت
د هسکې مینې د پیښې قربانیان روغتون د انتقالولو پر وخت

د ننګرهار ولایت د هسکې مېنې په یو جومات کې د جمعې لمانځه پر وخت چاودنه کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

پېښه نن له غرمې وروسته څه د پاسه یوه بجه د هسکې مېنې ولسوالۍ جودرې سیمه کې شوې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي نن جمعه د اکتوبر پر ۱۸مه «تلې پر۲۶مه»امریکا غږ ته وویل چې چاودنه په جومات کې دننه په لمونځ کوونکو شوې ده.

ښاغلي خوگیاڼي وویل چې په دغه چاودنه کې ٦٢ تنه وژل شوي او ٣٣ نور ټپیان دي.

د هسکې مېنې ولسوالۍ د روغتیايي مرکز مشر ‌‌‌‌‌‌ډاکټر زرغون دمخه ویلي وو چې روغتون ته دوه دېرش جسدونه او شپېته ټپیان انتقال شوي دي.

نوموړی وايي، مړي او زخمیان لا هم په سیمه کې پاتې دي.

د سیمې یو اوسېدونکي اشنا را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې دغه پېښه کې تر پنځوسو لمونځ کوونکي وژل شوي او تر سلو ‌‌‌‌‌‌ډېر زخمیان دي.

د هسکې مینې د چاودنې په هکله د امریکا غږ د خبریال ذبیح الله غازي رپوټ دلته کتلای شئ:

د بخښنې نړیوال سازمان دغه چاودنه یو "جنگي جنایت" گڼلی دی.

دغه سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې: "د افغان ملکي وگړو وژنې د نړیوالې ټولنې پاملرنې ته اړتیا لري. په عمدي توگه د ملگي وگړو په نښه کول هغه څه ندي چې په یو عادي او ورځني عمل بدل شي...د ملکي وگړو دغه ډول عمدي په نښه کونه پداسې حال کې چې په عبادت بوخت وو، یو جنگي جنایت دی".

ملگرو ملتونو هم دغه برید سخت غندلی دی.

د افغانستان جمهوري ریاست دغه چاودنه "یو تروریستي عمل" بللی او هغه یې سخت غندلی دی.

په هغه اعلامیه کې چې ارگ خپره کړې راغلي دي چې د طالبانو ډله د بریدونو په کولو او هم نورو تروریستي ډلو ته د زمینې په برابرولو سره په افغانستان کې د تاوتریخواليو مسؤلیت په غاړه لري.

تر اوسه ددغې چاودنې مسولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

په دغه چاودنه کې د ملکي وگړو مرگ ژوبله یوه ورځ وروسته له هغې پیښیږي چې ملگرو ملتونو د جولای میاشت په افغانستان کې په ٢٠١٩ کې د ملکي تلفاتو له کبله تر ټولو خونړۍ میاشت اعلان کړې ده.

د ملگرو ملتونو د رپوټ له مخې یواځې پدې میاشت کې ۴٢٥ ملکي وگړي وژل شوي او ١١٦۴ نور ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG