د لاس رسي وړ اتصالات

د انتخاباتو د دفترونو پرانستلو لپاره له حکومت نه مرسته غواړو: کمیسیون


د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، هڅه کوي په اوو ولایتونو کې د هغو اعتراض کوونکو سره، چې د کمېسیون ولایتي دفترونه یې تړلي د خبرو له لارې دفترونه پرانیزي او که دا کار ونشو نو بیا به د قانوني لارو خپل ټړلي دفترونه پرانیزي.

د تلې د شپږمې ورځې د جمهوري ریاست د ټاکنو څخه ۵۶ ورځې تیرې شوي، خو تر اوسه لا د دغو ټاکنو لومړنۍ پایلې نه دي اعلان شوي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د تخنیکي ستونزو تر څنګ د پایلو په اعلان کې پرله پسې ځنډ یو بل لوی علت د رایو د شمیرلو په بهیر کې د ټاکنیزو ټیمونو مداخله او د یو شمیر ټیمونو د پلویانو له خوا په ولایتونو کې د رایو د بیا شمیرلو او د تفتیش د بهیر سره د مخالفت له امله د کمېسیون د دفترونو تړل کیدل ګڼي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشاء رئیس حبیب الرحمن ننګ وايي، چې د یو شمیر ټاکنیزو ټیمونو پلویانو په اوو ولایتونو کې د رایو د بیا شمیرلو د بهیر او تفتش سره د مخالفت له امله د دغه کمېسیون دروازې تړلي دي.

ښاغلي ننګ نن شنبه د «لېندۍ پر۲مه» وویل:"مونږ پر کاندیدانو باندې د هغوی پر ټاکنیزو ټیمونو او څارونکو او د افغانستان په خلکو باندې غږ کوو په دغه برخه کې، چې د صبر او زغم څخه کار واخلي او د ټاکنو کمېسیون پریږدي، چې ټول هغه تخنیکي موارد، چې طرزالعملونو، لوایحو او قوانینو پیش بیني کړي دي د هغې پر اساس باندې دا تکمیل کړي تر ابتدایي نتیجه د افغانستان ورته انتظار اوباسي د ټاکنو کمېسیون یې ورته اعلان کړي".

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشاء د رئیس د معلوماتو له مخې د پاتې ۲۷ ولایتونو له ډلې د رایو د بیا شمیرلو او تفتش بهیر په ۲۵ ولایتونو کې بشپړ شوی او ټاکل شوې په پاتې دوو نورو ولایتونو کې هم دا بهیر ډیر ژر بشپړ شي.

حبیب الرحمان ننګ وايي، که چیرې د نوماندانو پلویان لا هم په اوو ولایتونو کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د ولایتي دفترونو دروازې بندې وساتي نو د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرتابه ته به د ۲۷ ولایتونو د رایو د بیا شمیرلو او تفتش د رپوټ د سپارلو وروسته د کمېسیون د مشرتابه د پریکړې له د مخې اقدام وشي.

ښاغلي ننګ وویل:"د کمېسیون د تصمیم وروسته مونږ هر هغه تصمیم، چې کمېسیون ونیسي په دې برخه کې مونږ یې خلکو ته اعلانوو."

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون یو ویاند میزرا محمد حقپرست امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې ممکن د کمېسیون د مرکزي دفتر څخه یو پلاوی هغو ولایتونو ته، چې دفترونه په کې تړلي دي لاړ شي او هلته د اعتراض کوونکو سره له نږدې خبرې وکړي.

خو ښاغلي حقپرست وویل، که چیرې د اعتراض کوونکو سره خبرې پایلې ونه لري نو کمېسیون به د ټاکنو د قانون پر اساس له حکومت څخه په دغو ولایتونو کې د دفترونو د پرانیستلو غوښتنه وکړي.

دا ناندرۍ د ټاکنو کمېسیون لخوا د ۸۲۵۵ محلونو د رایو بیا شمېرلو له بهیر سره د یو شمېر کاندیدانو تر مخالفت وروسته رامنځته شوې.

له ولسمشر غني پرته نور زیاتو کاندیدانو د رایو د بیا شمېرلو له بهیر سره مخالفت ښودلی دی.

XS
SM
MD
LG