د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا سفیر: افغان ځواکونو ټاکنو کې او له ټاکنو وروسته بېطرفه عمل کړی


سفیر جانس بس له ټولو غوښتي چې د ګمان په اساس څرګندونې ونکړي
سفیر جانس بس له ټولو غوښتي چې د ګمان په اساس څرګندونې ونکړي

د افغانستان لپاره د متحدو ایالتونو سفیر جان بس وایي افغان ځواکونو په ټاکنو کې او له ټاکنو وروسته بېطرفانه عمل کړی دی او د هېڅ کاندید په ګټه یې کار نه دی کړی.

ښاغلی بس د دوشنبې په ورځ (نومبر۱۸) په خپل ټویټر کې ولیکل: "موږ د افغان ځواکونو مسلکیتوب ستایو. له ټولو افغانانو غواړو چې ارام واوسې او د حقایقو په اساس څرګندونې وکړې، نه د اټکل او ګمان په اساس."

سفیر جان بس داسې مهال دا خبره کوي چې د ولسمشرۍ یو کاندید عبدالله عبدالله تېره ورځ خبریالانو ته وویل چې افغان ځواکونو په کندز کې پر هغو خلکو ډزې کړې چې د رایو له بیا شمېرلو سره مخالف دي. هغه وویل چې په دغه پېښه کې د "ثبات او همپالنې" د کمپاین یو کارکوونکی وژل شوی دی.

مخکني ولسمشر حامد کزي هم په خپل رسمي فیسبوک کې ادعا کړې وه چې افغان پولیسو په کندز کې پر اعتراض کوونکو ډزې کړي دي.

خو د کورنیو چارو وزارت د ښاغليو عبدالله او کرزي دا ادعاوې ردې کړې دي. د وزارت په یوې اعلامیې کې ویل شوي دي چې په کندز کې د ټاکنو د کمېسیون دفتر ته نژدې د هاوان یوه مرمۍ لګېدلې او یو ملکي یې وژلی دی.

په همدې حال کې د ولسمشرۍ بل کاندید رحمت الله نبیل هم تور لګولی دی چې افغان امنیتي ځواکونه د "سیاسي اهدافو لپاره کارول" کیږي. ښاغلي نبیل په خپل فیسبوک کې همدغه راز په کابل کې له بهرنیو ادارو او سفارتونه غوښتي چې د افغانستان په ټاکنو کې مداخله ونکړي.

ښاغلي نبیل نه دي ویلي چې کوم سفارت یا کومې بهرنۍ ادارې په ټاکنو کې مداخله کړې او یا د مداخلې هڅه یې کړې ده او دا چې افغان ځواکونه څنګه "سیاسي اهدافو لپاره کارول" کیږي.

په همدې حال کې د امریکا د متحدو ایالتونو سفیر جان بس ویلي دي چې د ټاکنو په اړه د معلوماتو د کموالي له کبله دی هم اندېښمن دی.

XS
SM
MD
LG